تازه خبرونه
د قرغزستان پخوانۍ ولسمشره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې وټاکل شوه
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د جمعې پر ورځ د قرغزستان پخوانۍ ولسمشره د افغانستان لپاره د دې بنسټ د نوې ځانګړې استازي په توګه وټاکله.
ملګرو ملتونو په یوه بیان کې په ډاګه کړې؛ روزا اوتونبایوا به د دیبرا لینز ځای ونیسي، چې د جون په نیمایي کې له دندې ګوښه شوې ده.
اوتونبایوا له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې د قرغزستان د ولسمشرې په توګه او درې ځلې د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه دنده ترسره کړې.
نوموړې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۰ پورې د خپل هېواد د پارلمان غړې وه او په ۱۹۹۱ کال کې یې د لومړي وزیر د مرستیالې په توګه دنده ترسره کړې ده.
اوتونبایوا په امریکا او کانادا کې (۱۹۹۲-۱۹۹۴) د قرغزستان د سفیرې په توګه هم دنده ترسره کړې او په انګلستان کې (۱۹۹۷-۲۰۰۲) سفیره وه.
اوسمهال، هغه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د لوړې کچې د مشورتي بورد غړې ده.
اوتونبایوا د مسکو د دولتي پوهنتون څخه د فلسفې دوکتورا لري او له همدې پوهنتون د فلسفې له پوهنځي څخه د لیسانس لرونکې هم ده.