تازه خبرونه
د قطب الدین هلال دویم مرستیال له ډاکټر عبدالله څخه ملاتړ اعلان کړ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د قطب الدين هلال دویم مرستیال محمد علي نبي زاده او د هغه د ټاكنيز ټيم غړو له اصلاحاتو او همپالنې ټيم ملاتړ اعلان كړ.
يو شمېر كابل ښاريانو، د پروان د غوربند اوسېدونكو، كابل كې د ځينو لوبڅارانو، د كابل د درمل پلورلو ټولنې، د ړندو، هندوانو او سيكانو ټولنو له عبدالله عبدالله ملاتړ وكړ.
عبدالله عبدالله ژمنه كوي چې كه ټاكنو كې بريالى شو، خپلې ژمنې به عملي كړي.
د ولسمشرۍ كانديد ډاكټر عبدالله عبدالله د ټاكنيزو كمپاينونو په وروستۍ ورځ له ټولو افغانانو وغوښتل چې په دويم پړاو ټاكنو كې پراخ ګډون وكړي.