تازه خبرونه
د قوش تيپې کانال د شاوخوا ځمکو د وېش پرېکړه نده شوې
د اسلامی امارت وياند په یوه پیغام کې په ډاګه کړې، چې د قوش تیپې د کانال ځمکو د وېش په اړه هیڅ راز پرېکړه نده شوی.
دغه راز ویل شوي؛ په دې وروستیو کې یو شمېر فرصت طلبه کسان له خلکو په دې پلمه، چې د قوش تیپې کانال شاوخوا ځمکې وېشل کېږي پیسې اخلي. د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د قوش تیپې کانال د شاوخوا ځمکو د وېش په اړه تر اوسه هیڅ ډول پرېکړه نده کړې.
هغه دا هم څرګنده کړې، چې د قوش تیپې کانال د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت له سترو او ملي پروژو څخه ده، چې اوسمهال یې د لومړي فاز چارې په خورا چټکۍ روانې دي.
بل لورته دهېواد خصوصي سکتور د اسلامي امارت له رهبرۍ د هغو فرصت طلبو کړیو د مخنیوي غوښتنه کوي، چې په درواغو له خلکو د قوش تیپې کانال تر څېرمه د ځمکو د ورکړې په نامه پیسې اخلي.
د خصوصي سکتورغړيو ويلي؛ که د قوش تیپې کانال تر څیرمه ځمکي خصوصي سکتورو ته د کرنې په برخه کې پانګونې ته ورکړ شي. دا به د هېواد په اقتصادي پراختیا کې مثبت بدلون رامنځته کړي.
د خصوصي سکتور غړی عبدالنصیر رشتیا وایي: باوري یم که د قوش تیپې کانال تر څېرمه په ځمکو کې ښه او منظم مدیریت او پانګونه تر سره شي؛ دا به د هېواد په اقتصادي او کرنیز سکتور کې خورا مثبت اغېز ولري. هیله لرم، چې امارت په دې برخه کې ښه مدیریت لپاره تدابیر ونیسي.
د اقتصادي چارو ځیني کارو پوهان هم د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتنه کوي؛ حکومت دې په دې پروژه کې د ځمکې د مافیايي کړیو مخه ونیسي، چې دا ملي پروژه د هغه پلان له مخې پلې شي، چې د دې پروژې لپاره ډیزاین شوی.
د اقتصادي چارو شنونکي تاج محمد تلاش ویلي: زما له نظره هغه کړۍ، چې د دې پروژې تر څیرمه د ځمکو د وېش تر نامه لاندې پیسې اخلي هغوی ته باید جزا ورکړ شي. دا ملي پروژه لکه څنګه، چې د ټول هېواد د اقتصاد لپاره ډیزاین شوې؛ هغسې باید پلې شې او پر ملي اقتصاد مثبت اغېز رامنځته کړي.
د قوش تیپې کانال د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت یوه ستره ملي پروژه ده، چې اوسمهال یې د لومړي فاز چارې چټکۍ روانې دي او د هېواد په لسګونه زره هېوادوال په کې په مستقیم او نامستقیم ډول کار کوي.
تازه خبرونه
د م.م په دفترونو کې پر افغان ښځو کاري بندیز روان پاتې دی
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ دې بندیزونو د میلیونونو اړو خلکو لپاره د اړینو بشري خدماتو وړاندې کېدا له پوره خطر سره مخ کړې ده.
درې میاشتې وشوې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو افغان ښځینه کارکوونکې د اسلامي امارت لهخوا د کار اجازه نلري.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ دې بندیزونو د میلیونونو اړو خلکو لپاره د اړینو بشري خدماتو وړاندې کېدا له پوره خطر سره مخ کړې ده.
سره له دې، چې ښځې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د حاضرۍ اجازه نلري؛ خو افغان ښځینه کارکوونکې په سیمهییزو ټولنو کې د لرې(انلاین) فعالیتونو له لارې خپل اړین کارونه ترسره کوي. هغوی د هېواد په ختیځ او شمال کې د وروستیو زلزلو له اغېزمنو کورنیو سره مرسته کړې، له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو زرګونو کسانو ملاتړ یې کړی او د خوړو، پاکو اوبو، روغتیايي پاملرنې، سرپناه، ښه ژوندانه ته د شرایطو برابرولو او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت پروګرامونو په څېر ضروري خدمتونه یې ترسره کړي دي.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې د دغو بندیزونو دوام د هېواد پر کچه د میلیونونو وګړو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.
د دې بنسټ په اعلامیه کې راغلي: «افغان ښځې د ملګرو ملتونو د کاري هڅو نه بېلېدونکې برخه ده. افغان ښځو او نجونو ته د لاسرسي او هغوی ته د کلتوري اړتیاوو له مخې د مرستو رسولو لپاره د ښځو شتون اړین دی. مرسته باید د ښځو لهخوا ښځو ته ورسېږي.»
ملګرو ملتونو یو ځل بیا له دې بندیز سره خپل مخالفت څرګند کړی او دا بندیز یې د بشري حقونو او برابریو په اړه د دې ټولنې له بنسټیزو غوښتنو سره په ټکر کې بللی دی. دې بنسټ ټینګار کړی، چې دا بندیزونه په افغانستان کې د دوی ماموریتي چارې کمزوری کوي.
د روانو بندیزونو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو لنډمهاله عملياتي بدلونونه رامنځته کړي او پدې هم غور کوي، چې څنګه خپلې بشري چارې روانې وساتي.
ملګرو ملتونو یو ځل بیا له اسلامي امارت وغوښتل، چې دا بندیز لرې کړي؛ ښځینه کارکوونکو او قراردادیانو ته په دفترونو کې خوندي او له خنډ پرته د کار کولو زمینه برابر کړي، چې دا کار د هېواد پر کچه اړمنو ښځو او نجونو ته د مرستو رسولو لپاره ډېر اړین دی.
د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه پدې اړه څه ندي ويلي.
تازه خبرونه
په سيمهييزه نښلېدا کې د افغانستان پر ځانګړي رول د نړۍ تازه ټینګار څرګند شو
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د دوهیمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د فورم لومړۍ ورځ د نړۍ پر اوسنیو بحرانونو، د منځګړیتوب په برخه کې د قطر رول، د جګړه ځپلې غزې، اوکراین، سوډان، سوریې او نورو ګرمو نړیوالو مسلو را وڅرخېده.
د ۲۰۲۵ دوحې فورم د دوهیمې ورځې په درشل کې، چې نن له ۱۶۰ هېوادونو څخه د شاوخوا ۵۰۰۰ استازو په ګډون ترسره کیږي؛ د افغانستان د مخ پر ودې رول په اړه د نړۍ د تمرکز زیاتېدا ښیي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د دوهیمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د فورم لومړۍ ورځ د نړۍ پر اوسنیو بحرانونو، د منځګړیتوب په برخه کې د قطر رول، د جګړه ځپلې غزې، اوکراین، سوډان، سوریې او نورو ګرمو نړیوالو مسلو را وڅرخېده.
د جلالي د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې نن د دوحې د روان فورم پر مهال د سیمې په نښلولو کې د افغانستان د رول په اړه یو ځانګړی وحث وشي. په دې ناسته کې به د افغانستان له لوري د درېیمې سیاسي څانګې رییس عبدالحی قانت، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمتالله ایرګاشیف او د قطر بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی فیصل بن عبدالله ګډون وکړي.
هغه ټینګار کړی؛ قطر په وروستیو کلونو کې د منځګړیتوب او شخړو د سولهییز حل یوه بریالۍ بېلګه وړاندې کړی، چې افغانستان یې څرګند بېلګه ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دوحې فورم له لوري د افغانستان موضوع ته د سیمې د نښلولو، پرمختګ او اقتصادي همکاریو په چوکاټ کې پاملرنه ښیي، چې نړیوال لید له پخواني امنیتي او بحراني روایت څخه د فرصت، پرمختګ او سیمهییزې نښلېدا پر لوري د بدلون په حال کې دی.
دا بدلون د افغانستان او ټولې سيمې لپاره د يوه نوي فرصت دروازه پرانيزي؛ هغه فرصت، چې د تعامل لپاره پاملرنه، ژورتيا او لرلید غواړي.
تازه خبرونه
پر سپین بولډک د پاکستان پوځیانو په برید کې د مرګ او ژوبلې شمېر ۱۰ کسانو ته لوړ شو
دا برید د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سعودي کې د سولې د خبرو اترو له نوي پړاو څخه دوه ورځې وروسته رامنځته شو، چې دواړه خواوو د اوربند پر دوام هوکړې وکړې.
سرچینې آریانا نیوز ته ويلي، چې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ په برید کې پېنځه ملکي وګړي وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.
دا برید د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سعودي کې د سولې د خبرو اترو له نوي پړاو څخه دوه ورځې وروسته رامنځته شو، چې دواړه خواوو د اوربند پر دوام هوکړې وکړې.
په سعودي عربستان کې وروستۍ خبرې اترې د قطر، ترکیې او سعودي عربستان لهخوا په اوکټوبر کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې له مرګونو نښتو وروسته د تاوتریخوالي کمولو په موخه د ترسره شویو غونډو په لړ کې وروستۍ وې. د اوکټوبر په نښتو کې لسګونه کسان ووژل شول.
اسلامآباد ادعا کوي، چې په افغانستان کې میشتو وسلوالو په پاکستان کې وروستي بریدونه ترسره کړي دي.
کابل دا تور ردوي او وايي، چې د پاکستان دننه د امنیت د تامین مسوولیت نشي اخیستلی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني وروستیو بریدونو په اړه ویلي، چې افغان ځواکونو د دې بریدونو ځواب ورکړی دی.
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د جذام درملنه بیا پیل شوه
-
تازه خبرونه4 days agoاسلامي امارت او پاکستان د اوربند پر غځېدا هوکړه وکړه – رویټرز
-
تازه خبرونه3 days agoپاکستان د ملګرو ملتونو بشري مرستو ته له خپلو دروازو اجازه ورکړه
-
تحول5 days agoتحول: د کابل او اسلامآباد ترمنځ د سولې لپاره هڅې
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن شتون او حکومتي نظام له پیله د ناکامۍ په حال کې ول – سیګار
-
څار5 days agoڅار: د م.م امنیت شورا له لوري د کابل او اسلامآباد کړکېچونو ارزول
-
تازه خبرونه4 days agoنږدې ۱.۵ میلیون افغانان معلول ژوند کوي
-
تازه خبرونه4 days agoلکنووال سپینې ماڼۍ ته په نږدې ډزو کې ځان بې ګناه وباله
