تازه خبرونه
د قوش تيپې کانال د شاوخوا ځمکو د وېش پرېکړه نده شوې
د اسلامی امارت وياند په یوه پیغام کې په ډاګه کړې، چې د قوش تیپې د کانال ځمکو د وېش په اړه هیڅ راز پرېکړه نده شوی.
دغه راز ویل شوي؛ په دې وروستیو کې یو شمېر فرصت طلبه کسان له خلکو په دې پلمه، چې د قوش تیپې کانال شاوخوا ځمکې وېشل کېږي پیسې اخلي. د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د قوش تیپې کانال د شاوخوا ځمکو د وېش په اړه تر اوسه هیڅ ډول پرېکړه نده کړې.
هغه دا هم څرګنده کړې، چې د قوش تیپې کانال د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت له سترو او ملي پروژو څخه ده، چې اوسمهال یې د لومړي فاز چارې په خورا چټکۍ روانې دي.
بل لورته دهېواد خصوصي سکتور د اسلامي امارت له رهبرۍ د هغو فرصت طلبو کړیو د مخنیوي غوښتنه کوي، چې په درواغو له خلکو د قوش تیپې کانال تر څېرمه د ځمکو د ورکړې په نامه پیسې اخلي.
د خصوصي سکتورغړيو ويلي؛ که د قوش تیپې کانال تر څیرمه ځمکي خصوصي سکتورو ته د کرنې په برخه کې پانګونې ته ورکړ شي. دا به د هېواد په اقتصادي پراختیا کې مثبت بدلون رامنځته کړي.
د خصوصي سکتور غړی عبدالنصیر رشتیا وایي: باوري یم که د قوش تیپې کانال تر څېرمه په ځمکو کې ښه او منظم مدیریت او پانګونه تر سره شي؛ دا به د هېواد په اقتصادي او کرنیز سکتور کې خورا مثبت اغېز ولري. هیله لرم، چې امارت په دې برخه کې ښه مدیریت لپاره تدابیر ونیسي.
د اقتصادي چارو ځیني کارو پوهان هم د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتنه کوي؛ حکومت دې په دې پروژه کې د ځمکې د مافیايي کړیو مخه ونیسي، چې دا ملي پروژه د هغه پلان له مخې پلې شي، چې د دې پروژې لپاره ډیزاین شوی.
د اقتصادي چارو شنونکي تاج محمد تلاش ویلي: زما له نظره هغه کړۍ، چې د دې پروژې تر څیرمه د ځمکو د وېش تر نامه لاندې پیسې اخلي هغوی ته باید جزا ورکړ شي. دا ملي پروژه لکه څنګه، چې د ټول هېواد د اقتصاد لپاره ډیزاین شوې؛ هغسې باید پلې شې او پر ملي اقتصاد مثبت اغېز رامنځته کړي.
د قوش تیپې کانال د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت یوه ستره ملي پروژه ده، چې اوسمهال یې د لومړي فاز چارې چټکۍ روانې دي او د هېواد په لسګونه زره هېوادوال په کې په مستقیم او نامستقیم ډول کار کوي.
