سیمه ییز خبرونه
د كابل او نوي ډيلي تر منځ نږدې اړيكې بايد د پاكستان د اندېښنې وړ ونه ګرځي
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايې، د كابل او نوي ډيلي تر منځ نږدې اړيكې بايد د پاكستان يا بل هېواد د اندېښنې وړ ونه ګرځي. د دې وزارت مسئولين همدا راز ټينګار كوي، چې له نورو هېوادونو سره به د افغان حكومت اړيكې د افغانستان د خلكو د ګټو پر بنسټ وي.
نوى ډيلى به د سې شنبې په ورځ ( د کب لومړۍ) د افغانستان، امريكا او هند د درې اړخيزې ناستې كوربه وي.
په دې ناسته كې به د درې واړو هېوادونو جګپوړي چارواكي له ۲۰۱۴ كال وروسته د افغانستان حالت وارزول شي، او له دې هېواد سره به د مرستې تګلارې مطرح شي.
لدې سره په يوه وخت ځينې رسنيو ويلي، پاكستاني چارواكي د افغانستان او هند نږدې اړيكو اندېښمن كړي دي.
ډي ټايمز اف انډيا ورځپاڼې په وېنا، پاكستان د بريتانيا له لومړي وزير غوښتي، څو په افغانستان كې د هند رول وڅېړي.
بل خوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زی وايې:
افغانستان يو خپلواك هېواد دى او اړيكې به يې د خلكو د ګټو پر بنسټ تنطيم شي.
افغانستان له هند سره د ستراتيژيكو اړيكو لومړنۍ تړون په ۲۰۱۱ كال كې لاسليك كړ، چې د دواړو هېوادونو سياسي او اقتصادي اړيكې روښانوي.
بل خوا د افغانستان او پاكستان تر منځ د ستراتيژيكو اړيكو طرحه هم چمتو شوې، خو د بهرنيو چارو وزارت وياند زیاتوی، څو پورې، چې پاكستان له ترهګرۍ سره په مبارزې، سوداګريزو ستونزو او د سولې په بهير كې عملي همكاري ونه كړي، دا طرحه به لاسليك نه شي.
دا په داسې حال كې ده، چې په وروستيو دوو كلونو كې افغان حكومت د افغانستان پر وړاندې د پاكستان د سياست د بدلون په باب خوشبيني ښكاره كړې ده، خو د چارو كارپوهان د افغانستان پر وړاندې د پاكستان سياست د جګړې دوام او امتياز اخيستنه بولي.
