تازه خبرونه
د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ مرکز وسلوالو طالبانو نیولې
د لغمان والي رحمتالله يارمل ويلي، دولت شاه ولسوالي له څو ورځې راپدیخوا تر محاصرې لاندې وه او سرتېرو ترې شاه تګ کړى دی.
د دولت شاه ولسوالۍ يوې مهمې امنيتي سرچينې د نوم د نه ښودلو پر شرط آريانانيوز ته ويلي، چې د دولت شاه ولسوالۍ سرتېرو يوه اوونۍ مقاومت او ټینګار وکړ؛ خو د مرکز له خوا اکمال نه شول او نن سهار ۴۵ :۶ په ولسوالۍ کې پاتې ژوندي سرتېري طالبانو ته تسليم شول او ولسوالي طالبانو ونيوله.
دا په داسې حال کې ده، چې د رسمي معلوماتو پر بنسټ په تېرو څلیريشت ګړیو کې ۷ پوستې په الينګار ولسوالۍ کې هم سرتېرو له مقاومت پرته طالبانو ته پریښي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد منلې، چې د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ له مرکز، امنیه قومندانۍ او ټولو دفاعي پوستو څخه حکومتي سرتېري وتلي؛ ۳ ټانګونه، یو رینجر، ډېره وسله او مهمات ترې ونیول شول.
همدارنګه تېره شپه دولس بجې وسلوالو طالبانو د خوږياڼو ولسوالۍ د مملې په ليونيانو کلي کې د سيمه یيزو پوليسو پر پوستې بريد کړى. د خوږياڼو ولسوال ايوب بهار په دې بريد کې دواړو لوریو ته د تلفاتو پخلى کوي؛ خو جزئيات نه ورکوي.
د لغمان ولايتي شورا غړي وایي، لغمان ورځ تربلې د سقوط خوا ته نږدې کېږي.