نړۍ
د لنډمهاله بودجې له تصویبېدو سره د امریکا د حکومتي چارو د بندېدو مخه ونیول شوه
د امریکا مشرانو جرګې د شنبې پر ورځ ناوخته د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکیو پر ملاتړ د لنډمهالې بودجې له تصویبېدو سره د امریکا د فدرالي حکومت د چارو د بندېرو مخه ونیوله.
مشرانو جرګې د دیموکراتاتو پر ملاتړ ۸۸ موافقې او ۹ ناموافقو رایو اړوړند لایحه تصویب کړه او ولسمشر بایدن ته واستول شوه، چې د سهار له ۱۲:۰۱ دقیقې مخکې لاسلیک شوه.
له دې مخکې دا طرحه په ولسي جرګه کې له مخالفت سره مخ شوې وه.
د راتلونکې نومبر میاشت تر نیمايي د فدرال ادارو د لنډمهاله بودجې دا طرحه د ولسي جرګې جمهوري غوښتونکي مشر کیوین مککارتي وړاندې کړې وه.
مک کارتي د ګوند د سخت دریځو ټینګار، چې غوښتل یې دا لایحه باید یوازې جمهوري غوښتونکي تصویب کړي؛ یو بدلون رامنځته کړ.
د فدرالي ادارو له تړل کېدو سره لسګونه زره کسان له معاش پرته په جبري رخصتۍ ته تلل او بېلابېل دولتي خدمات به هم ټکني شوي وای.
دې لنډمهاله طرحې د راتلونکیو ۴۵ ورځو لپاره د جو بایدن حکومت ډاډمن کړ؛ خو په مشرانو جرګه کې د جمهوري غوښتونکیو ټینګار داو، چې د فدرال ادارو لګښتونه باید راکم شي.
د سنا د اکثریت مشر چک شومر له رایې ورکولو وروسته ویلي؛ د حل لار دوه اړخیزه ده او مونږ خوښ یوو، چې مککارتي په پای کې زمونږ پیغام ته غوږ ونیوه.
د یادونې ده، چې په امریکا کې مالي کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې پیلېږي.