تازه خبرونه

د لوږې له خطر سره مخ افغانانو ته پر بشري مرستو بار دوه لارۍ راورسېدې

Published

on

د شنبې پر ورځ افغانستان ته، چې د نړیوالو مرستو له بندېدو او شتمنیو کنګل کیدو وروسته د بې وزلۍ او لوږې سره مخ کېدونکی دی؛ پر بشري مرستو بار لارۍ راورسیدې.

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو ویلي؛ د ترکیې سرې میاشتې د پاکستان د سرې میاشتې سره د همکارۍ له مخې بشري مرستې راولیږلې، چې په هېواد کې به ۱۶۰۰۰ کسانو ته ووېشل شي.

په تورخم بندر کې د ترکیې او پاکستان د سرې میاشتو دوه لارۍ، چې وريجې، اوړه، غوړي، بوره او نور خوراکي توکي لري؛ د یاد هېواد د چارواکو لخوا افغان لوري ته وسپارل شوې.

د افغانستان سرې میاشتې چارواکي غلام حبیب حسن له ترکیې او پاکستان څخه د یادې مرستې له کبله مننه کړې او وایي، چې دا مرستې په داسې وخت کې رارسیږي، چې افغان ولس ورته ډېره اړتیا لري.

د ترکیې د سرې میاشتې مشر کریم کینیک د جمعې پر ورځ ویلي وه، چې دا مرستې به داخلي بې ځایه شویو افغانانو ته، چې د اسلامي امارت د واکمنېدو پر مهال یې خپل کورونه پریښي دي؛ ووېشل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر فیلیپو ګرانډي ویلي؛ په افغانستان کې له تېرو نږدې دوه میاشتو راپدیخوا نیم ميلیون خلک بې ځایه شوي، چې دا شمېر به د روغتیایي خدماتو، وچکالۍ او اقتصاد له خرابېدو سره نور هم ډېر شي.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فډراسیون د پنجشنبې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې افغانستان ممکن په راتلونکیو میاشتو کې د روغتیایي خدماتو د سقوط له کبله ډله ییزې لوږې سره مخ شي.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فډراسیون د څرګندونو له مخې؛ د جدي وچکالۍ، د نغدو پیسونشتوالي، بې ځایه کیدو، د خواړو کمښت، د کرونا ویروس او نیمګړیو روغتیایي خدمتونو له کبله شاوخوا ۱۸ میلیون افغانان بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا ولري.

د روان کال د زمري پر ۲۴ او د اګست پر ۱۵ بشپړ واک ته د اسلامي امارت له رسېدو او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان په اقتصادي بحران کې نور هم ډوب شو؛ ځکه، چې د نړیوالو مرستو پرې بندیز ولګېده او د هېواد شتمنۍ هم په بهرنیو بانکونو کې د امریکا لخوا کنګل شوې او د سوداګریزو معاملو مخه پرې ډب پاتې شوه.

Trending

Exit mobile version