تازه خبرونه

د لوګر د مسو کان د را سپړنې لپاره چینایي شرکت چمتووالی نیولی

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۴, ۱۴۰۰

د مسو جیانګشي نومی چینایي شرکت غواړي ډېر ژر د عینک لوګر د مسو کان، چې د نړۍ دوه یم ستر کان دی را وسپړي.

په افغانستان کې د دغه شرکت مشر ويلي، چې امنیتي ننګونې حل شوي او دوی د عینکو د مسو راسپړنې ته د تخنیکي او حقوقي ستونزو د حل لپاره په اړیکو کې دي.

د نړۍ د دې دوه یمې لویې اقتصادي پروژې له پیلېدو سره به میلیونونه ډالر کلنی عاید د اسلامي امارت په برخه شي او دا راز به زرګونه خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د لوګر والي ویلي، چې د لوګر د عینک کان له سپړنې سره به د خلکو اقتصاد هم وغوړیږي.

د کان کیندنې بهیر پیل کولی شي په هېواد کې د کار موندنې لپاره هیلې راوټوکوي؛ ځکه، چې په زرګونه هېوادوال له بېکارۍ سرټکوي او له چارواکو غواړي، چې دندې ورته برابرې کړي.

چین، چې له اقتصادي پلوه یو ارزښت لرونکی هېواد دی وايي، چې له افغانستان سره په اقتصادي ډګر کې  مرسته کوي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې چین له افغانستان سره د ۳۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۳۰ ټنه خوراکي توکو بشري مرسته کړې ده.

Trending

Exit mobile version