نړۍ

د ليبيا مركز طرابلس دولتي ځواكونه څاري- سیف الاسلام قذافي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د لیبیا د مشر معمر القذافي زوی سیف الاسلام نن په مرکز طرابلس کې یوې خبرې غونډې ته خبرې وکړې.

پرون، چې کله یاغي ځواکونه طرابلس ته ورننوتل؛ نو ادعاء یې وکړه، چې:

سیف الاسلام یې نیولی  او په  څو ساعتونو کې به ټولې سیمې لاندې کړي.

سیف الاسلام، چې یو وخت داسې باورکېده، چې دی به له معمر القذافي وروسته د لیبیا مشري کوي وایي:

پلار یې خوندی دی او د لیبیا مرکز یاغیانو نه دی نیولی.

یاغیانو د دوشنبې په ورځ وویل، چې:

پېنځه نوي په سلو کې یې طرابلس نیولی دی.

سیف الاسلام ناټو او لویدیځ هېوادونه ملامته کړل، چې د ده د نیولو په اړه یې ناسم رپوټونه خپاره کړې د.

دى وايي، چې :

لومړی غواړم ټولې اوازې رد کړم، ناټو او لویدیځ نوې ټکنالوژي لري، خو دوى يې ارتباطات قطع کړي او بند کړې دي.

نوموړى وايي، چې:

د لیبیا خلکو ته يې د لیبیا د شبکې له لارې د خپلو بریاوو پیغامونه استولې دي.

دوى د دولتي تلویزیون خپرونې  ودرولې او د رسنیو او ټکنالوژۍ جگړه  يې پیل کړې، چې په دې توگه په لیبیا کې ویره پیدا کړي او یو گډوډ حالت رامنځته کړي.

سیف الاسلام همدا راز وویل، چې:

یاغیانو ته د دوشنبې په ورځ هغه مهال، چې دوى غوښتل په طرابلس کې د قذافي پر استوگنځي برید وکړي درانه تلفات واوښتل.

سیف الاسلام او د هغه پلار معمر القذافي په هاگ کې د جنگي جرمونو نړېوالې محکمې د محاکمې لپاره احضار کړې دي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version