تازه خبرونه

د لښکرګاه ښار پلې لارې په عصري توګه جوړېږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱

په هلمند کې د ښاروالۍ له خوا د زرګونه متره مربع پلې لارو د پخولو چارې پيل شوې او د دې پروژو لګښت د ښار په نوم يوې موسسې له لوري ورکول کېږي.

 د لښکرګاه ښاروالۍ مسؤلين وايي چې د دې پروژې په ګډون دوی شپږ نورې پروژې هم په پلان کې لري چې په لښکرګاه ښارکې يې پلې کړي چې د يوې پروژې چارې نن يکشنبې پيل شوې. دوی همدا راز وايي چې د دې پروژو ۷۵په سلو کې لګښت د ښار په نوم موسسې له لوري ورکول کېږي.

پرهمدې وخت کې چارواکي د ښار په سمسورتيا او وزګارو کسانو ته د کار پيدا کولو په برخه کې دا ډول پروژې ګټورې بولي.

ياده شوې پروژه د لښکرګاه ښار له بست جادې پيل شوه چې په اړه يې د لښکرګاه ښاروال خبريالانو ته وويل د دې پروژې مالي لګښت ۶مليونه افغانۍ دی چې د څلورو مياشتو په اوږدو کې به ۷۸۰۰ متره مربع پلې لارې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.

د لښکرګاه ښاروال انجنيرمطيع الله بهیر زياته کړه: “د ښار موسسې په مټ پنځه نورې پروژې هم په پلان کې شته چې په راتلونکي کې به د لښکرګاه ښار د بيلابيلوا ړتیاوو په برخه کې پلې شي او د ښار د سمسورتيا ترڅنګ به په کې سلګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.”

هغه وايي د دې پروژو ۷۵په سلو کې مالي لګښت د ښار په نوم موسسې له خوا او پاتې په خپله د ښاروالۍ له بوديجې څخه ورکول کېږي، په ورته وخت کې د هلمند والي او د ولايتي شورا يو تن غړی هم دا ډول پروژې د ښار د سمسورتيا له پاره ګټورې بولي او د هلمند له اوسېدونکو غواړي چې د عامه تاسيساتو په ساتنه کې پوره همکاري وکړي.

بايد وويل شي چې د ښاروالۍ د مسؤلینو په وينا په پلان کې ده چې په راتلونکي کې د لښکرګاه ښار د نورو ځينو مهمو واټونو پلې لارې هم په همدې ډول په اساسي توګه پاخه او ګټې اخيستو ته وړاندې کړي.

خبريال: نعمت‌الله زهير

Trending

Exit mobile version