تازه خبرونه

د مالداویا ولسمشرې د اسلامي امارت پلاوي ته پر ویزه صادرولو نیوکه وکړه

ساندو له «جورنال ټي‌وي» سره په مرکه کې ویلي، د مالداویا د کرنې وزارت یوه مرستیال د افغان پلاوي د ویزې له غوښتنې وړاندې د خپل هېواد د حکومت له لوري د اسلامي امارت په اړه د پالیسۍ په اړه څېړنه نه‌وه کړې.

Published

on

د مالداویا ولسمشرې مایا ساندو د افغانستان اسلامي امارت یوه پلاوي ته د ویزې پر ورکړې نیوکه کړې او څرګندوي، چې دغه سفر د حکومت د ځینو چارواکو له لوري د اسلامي امارت په اړه د خپل هېواد له پالیسۍ د ناپوهۍ له کبله ترسره شوی دی.

ساندو له «جورنال ټي‌وي» سره په مرکه کې ویلي، د مالداویا د کرنې وزارت یوه مرستیال د افغان پلاوي د ویزې له غوښتنې وړاندې د خپل هېواد د حکومت له لوري د اسلامي امارت په اړه د پالیسۍ په اړه څېړنه نه‌وه کړې.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم د ویزې غوښتنه د لېږونکي لوړپوړي مقام له کبله داسې انګېرلې وه، چې غوښتنه له مخکې تائید شوې ده.

د مالداویا ولسمشرې دغه موضوع «د شرم وړ» بللې او د دې پرېکړې پر مسوولو چارواکو یې د انضباطي چلند غوښتنه کړې ده.

ساندو ویلي:« زما د معلوماتو له مخې؛ د کرنې وزارت یوه مرستیال دا نه‌وه څېړلې، چې د افغانستان د رژیم په اړه د مالداویا جمهوریت پالیسي څه ده. دا موضوع د حیرانتیا وړ ده.»

هغې زیاته کړې؛ حکومت ورته ویلي، چې د ورته پېښو له تکرار څخه د مخنیوی لپاره به له مسوولو چارواکو سره انضباطي چلند وشي.

له دې مخکې د مالدووا د کرنې وزارت مرستیال واسیله ساربن ویلي وه، چې د افغان پلاوي سفر د یوه مالداوي شرکت د غوښتنې له مخې ترسره شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، دغه شرکت کرنیز محصولات تولیدوي او خپل محصولات ازبکستان ته صادروي او غوښتل یې، چې په افغانستان کې هم خپل د پلور بازار پراخ کړي.

ساربن ویلي، افغان استازو د دغو محصولاتو د تولید له بهیر سره د بلدتیا لپاره مالداویا ته د سفر غوښتنه کړې وه.

د افغان پلاوي مشري د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني کوله.

Trending

Exit mobile version