سوداگري

د ماليې وزارت او د افغانستان بانک د خصوصي سکتور پورونه پرې کوي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۰, ۱۴۰۲)

د مالیې وزارت او د افغانستان بانک چارواکو اعلان کړی، چې دغه دوه ادارې ژمن دي، چې د هغو ۲۶ بودجوي واحدونو پورونه ورکړي، چې د خصوصي شرکتونو پوروړي دي.

د مالیې وزارت چارواکو ويلي، پخوانی حکومت ۱۸۶ میلیارد افغانۍ له شخصي او خصوصي شرکتونو پوروړي دي.

اوس د ماليي وزارت او د افغانستان بانک مسوولین وايي، چې د خصوصي سکتور دا پور پرې کوي.

د ماليي وزارت مرستیال عبدالقدیر احمد وایي: د دې پورونو لس سلنه ورکړ شوي او د دې پورونو د قیق کولو لپاره یو کمیټه جوړه شوې او د یو ځانکړي طرزالعمل له مخې یې دا چاره تر دې حده بریالۍ راور سوله، چې د راتلونکي کال په بودجه کې دا پورونه په پام کې ونیسي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې تضمینونه، تامینات او پورونه شامل دي.

د دې وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ یو شمېر هغه نړیوالو مالي بنسټونو هم د خپلو پورونو د ورکړې ژمنه کړې، چې په افغانستان کې یې پروژې درلودي.

د ماليي وزارت د خزاینو رییس نصرت الله محمود ویلي؛ له مونږ سره هغو نړیوالو مالي بنسټونو، چې د جمهوریت پر مهال یې پروژې درلودي او د خصوصي سکتور پوروړي دي ژمنه کړې، چې خپلي پروژې به عملي کړي او خپل پورونه هم پرې کوي.

د خصوصي سکتور د پورونو د اداینې دا پرېکړه د یوې ځانګړې کمیټې له ارزونو او د کابینې له منظورۍ ورسته شوې ده.

د خصوصي سکتورغړي هم د اسلامي امارت له‌دې اقدام څخه هرکلی کوي او زیاتوي، چې د دې پیسو له ازادېدو سره د هېواد پر اقتصادي بهیر مثبت اغېز ولري.

Trending

Exit mobile version