سوداگري
د مالګې او نفرایت ډبرې د استخراج قرارداد خصوصي شرکتونو ته ورکړ شو
په تخار کې د مالګې د استخراج او د ننګرهار د نفرایت ډبرې د کانونو تړون د کانونو او پټرولیم وزارت لخوا د داوطلبۍ له لارې خصوصي شرکتونو ته ورکړ شو.
د کانونو او پترولیم وزارت په ډاګه کړې؛ د سې شنبې پر ورځ ( د وري ۲۲ ) په یوه رسنیزه ناسته کې د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ د توره تنګي د نفرایت کان او د تخار ولایت د نمک آب ولسوالۍ د تاقچه خانې د مالګې کان داوطلبي رڼه ترسره کړې ده.
د کانونو او پترولیم وزیر شهاب الدین دلاور له دغو شرکتونو غوښتي، چې د قرارداد له مخې د دغو کانونو استخراج پیل کړي.
د دغه وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا تړونونه د پېنځه کلونو لپاره دي.
ګټونکيو شرکتونو ویلي، چې د تړون له شرایطو څخه به سرغړونه ونهکړي.
د کارپوهانو پر اند؛ که د کانونو د استخراج بهیر روڼ وساتل شي، نو د ډېرو کورنیو او بهرنیو پانګوالو پام به ځانته راجلب کړي او د هېواد په کانونو کې د پانګونې له پراخېدو سره به افغانستان ورو ورو له اقتصادي ستونزو راووځي.
د يادونې وړ ده، چې د دغو کانونو د استخراج له پيلېدو سره به لسګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شي او د بېوسۍ کچه به ورسره راټیټه شي.
سوداگري
روسیې افغانانو ته په «شمال ـ سویل» نړیوال فورم کې د ګډون بلنه ورکړه
د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه بلنه د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له استازو او د یاد فورم له مسوولانو سره د افغان سفیر په بېلابېلو لیدنو کې ورکړ شوې ده.
روسي لوري په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ګل حسن حسن ته د استراخان په «شمال ـ سویل» نړیوال ټرانسپورټي دهلېز په فورم کې د ګډون بلنه ورکړې او د افغانستان پر فعال ګډون یې ټینګار کړی دی.
د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه بلنه د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له استازو او د یاد فورم له مسوولانو سره د افغان سفیر په بېلابېلو لیدنو کې ورکړ شوې ده.
په دغو لیدنو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او ټرانسپورټي همکاریو د پراختیا، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د پیاوړتیا او د کرنې، انرژۍ، صنعت، ټرانسپورټ او لوژسټیک په برخو کې د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې شوې دي.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو په سیمهییزو ټرانسپورټي دهلېزونو کې د افغانستان پر فعال ګډون او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
سوداگري
د برښنا پېنځه کلن پراختیايي پلان تصویب او د کورنیو سرچینو پر کارولو ټینګار وشو
په دې پېنځه کلن پلان کې له کورنیو سرچینو؛ لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برښنا تولید ۲۵ پروژې، د برښنا لېږد مزي غځولو ۱۳ نیمګړې او ۲۳ پلان شوې پروژې، د سبسټېشنونو جوړولو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ پلان شوې پروژې او د برښنا وېش ۳۴ پلان شوې پروژې شاملې دي.
د برښنا انرژۍ هغه پېنځه کلن پراختیايي پلان، چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند پر مشرۍ د اقتصادي کمیسیون له لوري تائید شوی و، د اسلامي امارت د رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده له لوري منظور شوی دی.
په دې پېنځه کلن پلان کې له کورنیو سرچینو؛ لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برښنا تولید ۲۵ پروژې، د برښنا لېږد مزي غځولو ۱۳ نیمګړې او ۲۳ پلان شوې پروژې، د سبسټېشنونو جوړولو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ پلان شوې پروژې او د برښنا وېش ۳۴ پلان شوې پروژې شاملې دي.
د دغو پروژو له بشپړېدا سره به د انرژۍ په سکټور کې د پام وړ پراختیا او پرمختګ رامنځته شي او پر وارداتي برښنا به اتکا هم راکمه شي.
د دغه پلان پلي کېدا به د هېواد په اقتصادي بیارغونه او د مالي خپلواکۍ په پیاوړتیا کې د انرژۍ سکټور ونډه نوره هم اغېزمنه کړي او د ځانبسیاینې او انرژۍ خوندیتوب پر بنسټ د ټاکل شویو موخو په ترلاسه کولو کې به مرسته وکړي.
سوداگري
د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې پلاوی کابل ته راغی
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې سفر موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.
په افغانستان کې د ایران سفارت په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې دغه پلاوی د افغانستان د صنعت او کانونو په ملي او نړیوال نندارتون کې برخه اخلي او له افغان چارواکو سره به سوداګریزې ناستې او خبرې ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې سفر موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.
د افغانستان د صنعت او کانونو ملي او نړیوال نندارتون د ۲۰۲۶ز.کال د جون پر نههویشتمه په کابل کې پرانیستل شوی او د صنعت، کانونو او سوداګرۍ په برخو کې د کورنیو او بهرنیو ګډونوالو کوربهتوب کوي.
افغانستان او ایران له اوږدې مودې راپدېخوا اقتصادي اړیکې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې همکارۍ سره له دې، چې د سیمې سیاسي او مالي ننګونې شته؛ روانې ساتل شوې دي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان د کرکټ د ودې اغېزمن لوبغاړی شاپور ځدراڼ مړ شو
-
سوداگري2 days agoروسیې افغانانو ته په «شمال ـ سویل» نړیوال فورم کې د ګډون بلنه ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد جنوبي آسیا پوهنتون افغان زدهکړیالانو ته بورسونه ودرول – ټایمز آف انډیا
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان روغتیايي نظام او د واکسیناسیون بهیر دې نور هم پیاوړی شي
-
تازه خبرونه3 days agoد شپږ میلیون افغانانو راستنېدنه تر بشري مرستو پراخ ملاتړ غواړي – د کډوالو عالي کمیشنر
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoامریکا پر ایران تازه بریدونه کړي؛ ایران پر کویټ او بحرین توغندیز او بېپیلوټه بریدونه کړي
-
سوداگري4 days agoد برښنا پېنځه کلن پراختیايي پلان تصویب او د کورنیو سرچینو پر کارولو ټینګار وشو
-
تازه خبرونه2 days agoزرګونو کسانو په کابل کې له شاپور ځدراڼ سره وروستۍ مخه ښه وکړه
