تازه خبرونه
د مالیزیا دیپلومات افغانستان ته له ځانګړي پیغام سره راغلی
د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي اميرخان متقي د افغانستان په چارو کې د ماليزيا له ځانګړي استازي احمد اعظم عبدالرحمن سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې د سې شنبې پر ورځ ( د وږي ۱۴ ) خپره شوې؛ احمد اعظم عبدالرحمن په دې کتنه کې ویلي، چې د مالیزیا د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي پیغام سره یې افغانستان ته سفر کړی او هیله لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د پخوا په څېر پراخه شي.
هغه زیاته کړې، هیله من دی، چې له کابل څخه هم د اړیکو او همکاریو د پراخولو پیغام له ځان سره یوسي.
د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي په دې کتنه کې ويلي، چې د ماليزيا د بهرنيو چارو د وزير پيغام ډېر مهم دى او باور لري، چې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا لپاره به ګټور وي.
امیرخان متقي زیاته کړې؛ د سوداګرۍ او پانګونې ښه فرصتونه شته، چې باید په سمه توګه ترې ګټه واخیستل شي.