تازه خبرونه
د مالیې وزارت د بشري منابعو مشر ونیول شو
د مالیې وزارت د بشري منابعو مشر غلام ملاخېل تېره شپه د لویې څارنوالۍ او کابل پولیسو په ګډو عملیاتو کې نیول شوی دی.
مالیې وزارت د بشری منابعو د رییس غلام ملاخیل نیول کیدل منی او زیاتوي، چې غلام ملاخېل د لویې څارنوالۍ او کابل پولیسو لخوا نیول شوی. که څه هم دا ډول نیونې د فساد له کبله تر سره کیږي؛ خو دوی د هغه د نیول کیدو د عواملو په اړه بی خبري ښیي.
د مالېې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وایي: مونږ منو، چې د مالېې وزارت د بشری منابعو مشر نیول شوی؛ خو تر دې دمه معلومه نده، چې جرم یی څه دی.
د لویه څارنوالي د مالیې وزارت د بشري منابعو د مشر نیول له دندې ناوړه ګته اخیستنه بولي او زیاتوي، چې له نوموړي څيړنې روانې دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ویلي؛ نوموړی د لویې څارنوالۍ او کابل پولیسو لخوا نیولی شوی او څېړنې ترې روانې دي. نوموړی له دندې ګوښه شوی و؛ خو بیا یې هم په دغه اداره کې کار تر سره کاوه.
د خصوصي سکتور غړي د لویې څارنوالۍ او کابل پولیسو د دغې کړنې هرکلی کوي او زیاتوي، چې په مالیې وزارت کې پراخ فساد د هېواد اقتصاد له سترو ننګونو سره مخ کړی دی.
د صنعت کارانو ټولنې مشر عبد الجبار ساپی وایي: مونږ د کابل د پولیسو او لویې څارنوالۍ له دغې کړنې هرکلی کوو؛ ځکه، چې د مالیې وزارت مامورین په فساد کې ښکیل خلک دي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم د مالیې وزارت د بشري منابعو د مشر نیول کیدل د فساد قضیه بولي او زیاتوي، چې مفسدین باید د قانون منګلوته وسپارل شي.
د اقتصادي چارو کار پوه تاج محمد تلاش هم د لویې څارنوالۍ له دغې کړنې هرکلی کوي او وایي، چې داسې کړنې له فساد سره د مبارزې په برخه کې اړینې دي.
د چاروپوهان له دغې کړنې هرکلی کوي او وایي، چې باید مفسدین د محکمو تر میزه ورسیږي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت ځواکونو د خپل پلاوي په احترام له برید څخه ډډه وکړه – مجاهد
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د خپل مذاکراتي ټیم په احترام او د ملکي خلکو د مرګ او ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.
د مجاهد د څرګندونو له مخې، د خبرو په پخوانۍ غونډه کې د اوربند د غځولو او د تېري پر مخنیوي هم هوکړه شوې وه.
تازه خبرونه
د کندهار په سپین بولډک کې د پاکستانيو پوځیانو په برید کې دوه کسان “شهیدان” شول
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.
د کندهار ولایت د سپین بولډک ولسوالۍ پر وردک او سیټ کلیو د پاکستانيو پوځیانو د هاوان په ډزو کې یوه ښځه او یو سړی “شهیدان” شول او دوه نور ټپیان دي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.
سرچینو آریانا نیوز ته زیاته کړې: د پاکستان پوځي رژیم نن یو ځل بیا د کندهار ولایت په “وېش” سیمه کې پر ملکي وګړو برید کړی؛ خو اوس شخړه مهار شوې ده.
دا پېښه نن (پنجشنبه د لړم پېنځلسمه) شاوخوا پېنځه بجې هغه وخت رامنځته شوه، چې پاکستان پرفرضي کرښه پرتو افغان ځواکونو د سپکو او درندو وسلو ډزې وکړې.
دغه راز ځایي اوسېدونکو ویلي، چې د پاکستان توغول شويو هاوانونو ان د سپین بولډک ولسوالۍ سوداګریز بازارونه پر نښه کړي او له همدې کبله ګڼشمېر خلک له بازارونو وتلي او خوندي ځایونو ته پناه وړي.
د سیمې اوسیدونکو زیاته کړې؛ برید په خلکو کې وېره رامنځته کړې ده.
ویل کیږي، چې امنیتي چارواکو د جګړې د درېدو ډاډ ورکړی او افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې له هر ډول یرغل سره د مقابلې لپاره چمتو دي.
تازه خبرونه
افغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سولهییزه حل کړي – د قطر امیر
دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوهیمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هیله ښودلې، چې افغانستان او پاکستان دې خپلې روانې ستونزې سولهییزې حل کړي.
دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوهیمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.
د پاکستان د ولسمشرۍ لهخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د قطر امیر د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وروستیو نښتو ته په نغوته کې ویلي؛ هغه هیله لري، چې پاکستان او افغانستان به وروستۍ ننګونې له منځه یوسي.
قطر د کابل او اسلامآباد ترمنځ په خبرو اترو کې اړین رول لوبولي او د دواړو لوریو ترمنځ یې پر منځګړیتوب د اوربند هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.
ویل کیږي، چې د قطر له امیر سره په کتنه کې د پاکستان ولسمشر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې رول هم وستایه.
-
تازه خبرونه4 days agoولې افغانستان زلزلو ته ډېر مناسب دی؟
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان په شمال کې زلزلې بشري وضعیت اغېزمن کړی – ملګري ملتونه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا دې له اسرائیلو ملاتړ پای ته ورسوي او له منځني ختیځ څخه دې ووځي
-
تازه خبرونه1 day agoافغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سولهییزه حل کړي – د قطر امیر
-
تازه خبرونه3 days agoله هیلو سره د استانبول غونډې ته ځو – د پاکستان بهرنیو چارو وزیر
-
تازه خبرونه3 days agoد کانونو په پروژو کې د کورنیو سرچینو د کارولو په اړه د پالیسۍ مسوده د تصویب لپاره وارزول شوه
-
تازه خبرونه3 days agoپاکستان پر افغانستان د امریکا د بریدونو لپاره د خپلې خاورې کارول رد کړل
-
تازه خبرونه4 days agoپه بلخ او سمنګان کې زلزلې له ۵۰۰ څخه زیات کسان شهیدان او ټپیان کړل
