تازه خبرونه د متحده عربي اماراتو له بندخونو يوشمېر افغان بندیان خوشې شول Published 2 months ago on سلواغه ۱۶, ۱۴۰۴ By Ariana News د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د متحده عربي اماراتو د دولت مشرتابه د دغه هېواد د ملي ورځې په مناسبت شاوخوا ۱۰۸ تنه افغان بندیان له بندخونو خوشې کړل. د خبرپاڼې له مخې؛ ځيني خوشې شوي افغانان هېواد ته راستانه شول او د پاتې کسانو د راستنېدا بهير به د اړوند قانوني پروسو له بشپړېدا وروسته په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي. د بهرنيو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو د دولت او اړوند ادارو له همکارۍ او بشردوستانه هڅو څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکوي، چې په بهر کې به د افغان بندیانو د قضيو د څېړلو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي. Related Topics:#PrisonsAfghanistanfeaturedUAE Trending نړۍ4 days ago د هائیټي په تاریخي کلا کې د ګڼې ګوڼې له کبله مرګ او ژوبله رامنځته شوې تازه خبرونه4 days ago په هرات کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید په اړه نړیوال غبـــرګونونــه راڅــرګند شول سیمه ییز خبرونه3 days ago امریکا د ایران سمندري بندرونو ته د بېړیو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه نړۍ2 days ago ایران د هوکړې غوښتونکی دی؛ خو اټومي اختلافات یې خنډ شوي – ټرمپ روغتيا4 days ago د روان کال د ګوزڼ واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو تازه خبرونه5 days ago په اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې پیل شوې
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د متحده عربي اماراتو د دولت مشرتابه د دغه هېواد د ملي ورځې په مناسبت شاوخوا ۱۰۸ تنه افغان بندیان له بندخونو خوشې کړل. د خبرپاڼې له مخې؛ ځيني خوشې شوي افغانان هېواد ته راستانه شول او د پاتې کسانو د راستنېدا بهير به د اړوند قانوني پروسو له بشپړېدا وروسته په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي. د بهرنيو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو د دولت او اړوند ادارو له همکارۍ او بشردوستانه هڅو څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکوي، چې په بهر کې به د افغان بندیانو د قضيو د څېړلو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.