تازه خبرونه

د متقي پر مشرۍ افغان پلاوی د ګاونډ هېوادونو په ناسته کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ولاړ

Published

on

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي پر مشرۍ د افغانستان پلاوی به د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن سهار (پنجشنبه د وري ۲۴ ) تویت کړی، چې تمه ده د بهرنیو چارو وزیر د سمرقند د اړوند غونډې په څنډه کې د سیمې د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم وګوري.

ټاکل شوې د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه نن د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړه شي.

په دې غونډه کې به د روسیې، چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران برخه ولري.

د افغانستان د وضعیت په اړه د ګاونډ هېوادونو د اجماع پیاوړتیا د دغې غونډې له مهمو بحثونو څخه ګڼل کېږي.

د دې غونډې اجندا تر اوسه په ډاګه شوې نده؛ خو په همدې تړاو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د سيمې د هېوادونو د هڅو په اړه خبرې او همغږي اړینه ګڼي.

د سمرقند له غونډې سره سم د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تام ویست قطر، عربي متحده اماراتو او ترکیې ته هم خپل سیمه ییز سفرونه پیل کړي دي.

Trending

Exit mobile version