تازه خبرونه

د محرقې خوریدا چې کرونا رنځ ته ورته نښې لري اندیښنې راپارولي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۳۹۹)

 د محرقې په نوم یوه موسمي ناروغۍ چې کرونا ته ورته نښې لري د خلکو او د روغتیايي چارواکو د اندیښنې لامل ګرځیدلې.

په داسې حال کې چې کووید-۱۹ ناروغي په چټکتیا سره خپریدو په حال کې ده، خلک یوې بلې ناروغۍ اندیښمن کړي چې د کرونا په شڅیر نښې نښانې لري او په یو شمېر ولایتونو کې په خلکو کې خپره شوې ده.

په ننګرهار کې د آریانا نیوز خبریال وایي دا ناروغي د ډاکټرانو په وینا له محرقې سره ډېر ورته والی لري او ښایي یوه داسې ناروغي وي چې په اوړي کې ډېره شي.

 ویل کیږي په کابل او هلمند کې هم محرقه په خلکو کې خپره شوې ده، خو په هلمند کې ډاکټران وایي دا محرقه نه بلکې هماغه د کرونا ویروس دی.

د دی ترڅنګ، د عامې روغتیا وزارت د  نورو موسمي ناروغیو د خپریدو په اړه هم اندیښنه لري چې کرونا ته ورته نښې لري. وحید مجروح، د عامې روغتیا وزارت مرستیال، وایي ننګرهار ته یې پلاوی استولی چې دا موضوع له نیژدې وڅيړي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم له دې مخکې خبرداری ورکړی و چې په کرونا ویروس ډېر تمرکز به د یو شمېر نورو ناروغیو د ودې لامل و ګرځي.

Trending

Exit mobile version