نړۍ
د مراکش د زلزلې د ځاني زیانونو شمېر له ۲۰۰۰ کسانو واوښت
رویترز څرګنده کړی، چې د مراکش د زلزلې د ځاني زیان شمېر له دوه زره اوښتی او ډېر کلي ویجاړ شوي دي.
د دغه راپور له مخې؛ د شنبې پر ورځ له څه باندې شپږ لسيزو تر ټولو خونړۍ زلزلې یوه ورځ وروسته ژوندي پاتې شويو کسانو په اطلس غرونو کې له سرپنا پرته شپه تېره کړه.
د مراکش د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې په دې پېښه کې ۲۰۱۲ کسان مړه شوي او ۲۰۵۹ نور ټپیان دي، چې د ۱۴۰۴ کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
له دغې زلزلې وروسته د مراکش حکومت درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.
د امریکا د جیولوجی مرکز د دغې زلزلې زور د ښتر پر کچه ۶.۸ اعلان کړ او مرکز یې د مراکش د جنوب لویدیځ په ۷۲ کیلومتره کې و.
د راپورونو له مخې؛ مرستندویه ډلې اغېزمنو سیمو ته د رسیدو لپاره مبارزه کوي، سړکونه د ویجاړیو له کبله بند شوي دي.
د مراکش روغتیايي چارواکو له خلکو غوښتي، چې د زلزلې د ټپیانو د ژغورلو لپاره وینه ورکړي.
دغهراز ډېري قربانیان د سختو غرنیو سیمو اوسیدونکي دي.
د زلزلې مرکز د مراکش ښار سویل لویدیځ په ۷۱ کیلومترۍ کې د «لوی اطلس غر» دی او ویل کېږي، چې ډېر کسان به تر خاورو لاندې وي.
د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، یو شمېر کلي د ځمکې لاندې شوي او د سړک د سخت زیان له کبله زلزله ځپلیو سیمو ته لاسرسی ممکن نهدی.
دغه زلزله د جمعې پر ورځ پر ځايي وخت د شپې پر ۱۱ بجو شاوخوا د ۱۸ کیلومترو پر ژوروالي او د ګڼه ګوڼې په یوه غرنۍ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ځینو عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې، دا زلزله شاوخوا شل ثانیې روانه وه. د مراکش په زاړه ښار کې د یونیسکو د نړیوال میراث یوشمېر برخې هم زیانمنې شوې دي.
ډېرو هېوادونو له زلزله ځپلیو سره د مرستو د لېږلو لیوالتيا څرګنده کړې ده.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په دې غمجنه پېښه کې د مراکش حکومت او شریفو خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي.
