پرمختګ او بشپړتیا

د مزارشريف د روضې په انگړكى د يوه جومات د جوړولو چارې پېل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مزارشريف ښار د روضې په انگړ كې د  درې ميليون ډالرو په لگښت د يوه جومات د جوړولو چارې پيل شوې . د بلخ چارواكي وايي دا لوى جومات د تركيې د جوماتونو په بڼه جوړېږي او په ېوه وخت كې به د اوو زرو لمونځ كولو د ځاېولو ظرفيت ولري .

د بلخ والي عطامحمد نور وايي چي:

دا جومات په ۵ زره متره مربع ځمكه كې جوړيږي. او نوموړي جومات د اوسني وخت په معيارونو برابر او د اوسنۍ معمارۍ په سبك جوړيږي . دا په داسې حال كې ده چې د روضې مباركې جومات د مزارشريف ښار د اوسيدونكو له پاره كافي نه و ، د بلخ والي ، په ولسي جرگه كې د كابل د خلكو استازي محمد محقق او يو شمير افغان سوداگر ددې جومات په جوړولو كې ونډه اخلي او له نورو افغان سوداګرو يې هم وغوښتل چې په دې كار كې همكاري وكړي .

د دې جومات د جوړولو چارې به تر راتلونكو ۱۸ مياشتو بشپړې شي . دا جومات په يوه وخت كې ۷ زره لمونځ كوونكي ځايولى شي او د افغانستان په شمال كې تر ټولو لوى جومات گڼل كيږي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version