سیمه ییز خبرونه
د مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو علت د روسیې په خاوره کې ډزې وې – آذربایجان
الهام علییوف په روسیه کې د حقیقت پټولو پر هڅو خواشیني څرګنده کړې ده.

د آذربایجان ولسمشر د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي نهمه) ویلي؛ هغه مسافر وړونکې الوتکه، چې په قزاقستان کې ولوېده او ۳۸ کسان په کې ووژل شول؛ په روسیه کې له ځمکې څخه د ډزو له کبله زیانمنه شوې ده.
الهام علییوف په روسیه کې د حقیقت پټولو پر هڅو خواشیني څرګنده کړې ده.
علییوف پر خواشینۍ څرګنده کړې؛ په روسیه کې ځینې کړۍ هڅه کوي، چې د آذربایجان د مسافر وړونکې الوتکې د نسکورېدو د علتونو په اړه د ناسمو روایتونو پر وړاندې کولو حقیقت پټ کړي.
د شنبې پر ورځ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین له عليیوف څخه د هغه څه له کبله بښنه وغوښته، چې کرملین د روسیې لپاره یوه “غمجنه پېښه” یاده کړې وه.
دا په داسې حال کې ده، مسکو تر اوسه پر رسمي بڼه د آذربایجان د هغې الوتکې د غورځولو مسوولیت ندی منلی، چې د ډسمبر پر پېنځهویشتمه د قزاقستان په خاوره کې ولوېده.
سیمه ییز خبرونه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ښوونځي پر بس ځانمرګي برید کړی
د پاکستان پوځ او لومړي وزیر شهباز شریف په یوه بېړنۍ خبرپاڼه کې د تاوتریخوالي غندنه وکړه او “د هند نیابتي ترهګر ځواکونه” یې په دې برید کې پر لاس لرلو تورن کړل.

د سیمې چارواکو ویلي، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ښوونځي پر یوه بس ځانمرګي د درې ماشومانو په ګډون پېنځه کسان ووژل.
رویټرز راپور ورکړ، چې د پاکستان پوځ د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ په بلوچستان ایالت کې د حربي ښوونځي پر یوه بس د ځانمرګي برید له کبله لږ تر لږه درې ماشومان ووژل شول.
پاکستان د دې برید پړه پر هندي لاسپوڅو ډلو واچوله.
د دې ایالت د خضدار ولسوالۍ والي یاسر اقبال د پېښې په اړه ویلي: “شاوخوا ۴۰ زدهکونکي په دې بس کې سپاره او د پوځ لخوا اداره کېدونکي ښوونځي ته روان ول او څو کسان یې ټپیان هم شول.”
د پاکستان پوځ او لومړي وزیر شهباز شریف په یوه بېړنۍ خبرپاڼه کې د تاوتریخوالي غندنه وکړه او “د هند نیابتي ترهګر ځواکونه” یې په دې برید کې پر لاس لرلو تورن کړل.
د پوځ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې برید کې لږ تر لږه درې ماشومان او دوه لویان وژل شوي دي.
هغه تورونه، چې پاکستان پر هند لګولي دي؛ هغې جګړې ته نغوته(اشاره) کوي، چې دواړو حکومتونو دوه اوونۍ وړاندې د یو بل پر وړاندې کړې وه. د هند او پاکستان لخوا پر پوځي او ملکي سیمو په متقابلو بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.
د بلوچستان د آزادۍ پوځ (BLA) په بلوچستان کې د ډېرو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. په داسې حال کې، چې اسلامآباد وايي؛ هند له دې وسلوالې ډلې ملاتړ کوي.
هند د پاکستان تورونه رد کړل.
هند په نوي ډیلي کې د پاکستان د عالي کمیشنرۍ دوهیم چارواکی هم د یوې اوونۍ په بهیر کې په دې دلیل ، چې “له خپل رسمي حیثیت څخه یې پورته افراطي هڅې کولې” هم له دندې ګوښه کړ.
ویل کیږي، چې د پاکستان شارژدافیر احضار شوی او خبرداری ورکړ شوی؛ ډاډ ترلاسه کړي، چې پاکستاني چارواکي له خپلو امتیازاتو او مقام څخه ناوړه ګټه پورته نکړي.
سیمه ییز خبرونه
د ایران پارلمان له روسیې سره سټراټیژیک تړون تصویب کړ
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پراووهلسمه دا سټراټیژیک تړون سند لاسلیک کړی دی.

د ایران پارلمان نن (چارشنبه) د تهران او مسکو ترمنځ ۲۰ کلن سټراټیژیک تړون تصویب کړ، چې نه یوازې د دوه اړخیزو اړیکو ژوروالی ښیي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې دفاعي همکاري هم پر ګوته کوي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پراووهلسمه دا سټراټیژیک تړون سند لاسلیک کړی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې مقننه قوې په اپریل کې دا تړون تصویب کړ. که څه هم په دې تړون کې د متقابلې دفاع ماده نشته؛ خو دا شرط لري، چې دواړه هېوادونه د ګډو پوځي ګواښونو پر وړاندې همکاري کولی، پوځي- تخنیکي همکاري پراخولی او په ګډو پوځي روزنو کې برخه اخیستلی شي.
په ۲۰۲۲ کال کې د اوکراین د جګړې له پیل راپدېخوا ایران او روسیې خپلې پوځي اړیکې پیاوړې کړې دي.
لویدیځو هېوادونو ایران تورن کړی، چې د روسیې لخوا پر اوکراین د بریدونو لپاره توغندي او ډرونونه چمتو کوي؛ خو تهران دا تورونه رد کړي او څرګندوي، چې روسیې ته یې په اوکراین کې د کارولو لپاره وسلې ندي ورکړي.
په دې سټراتیژیک تړون کې د دواړو هېوادونو ملي او مالي محصولاتو د ترویج له لارې د بانکي او اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ته لار اواروي.
تېره اوونۍ هم د روسیې پر مشرۍ د ایران او یوریشیا اقتصادي ټولنې ترمنځ د آزادې سوداګرۍ تړون نافذ شو؛ ورسره تعرفې کمې او سوداګري زیاته شوه، چې موخه ترې د لویدیځ له سختو بندیزونو سره مبارزه ده.
سیمه ییز خبرونه
بریټانیا، کاناډا او فرانسې د غزې په خاطر اسرائیلو ته د بندیزونو ګواښ وکړ
رویټرز راپور ورکړ، چې د اسرائیلو پوځ د جمعې پر ورځ د نويو عملیاتو د پیل اعلان وکړ او له دې د دوشنبې پر ورځ له دې مخکې نتانیاهو ویلي وه، چې اسرائیل به د ټولې غزې کنټرول تر لاسه کړي.

د بریټانیا، کاناډا او فرانسې مشرانو د دوشنبې پر ورځ ګواښ وکړ، چې که اسرائیل په غزه کې خپل نوي پوځي برید ونهدروي او د مرستو محدودیتونه لرې نکړي؛ نو پر اسرائیل به بندیزونه ولګوي.
رویټرز راپور ورکړ، چې د اسرائیلو پوځ د جمعې پر ورځ د نويو عملیاتو د پیل اعلان وکړ او له دې د دوشنبې پر ورځ له دې مخکې نتانیاهو ویلي وه، چې اسرائیل به د ټولې غزې کنټرول تر لاسه کړي.
نړیوالو کارپوهانو له دې مخکې له راتلونکي قحطۍ خبرداری ورکړی و.
د بریټانیا د حکومت په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې ویلي: “د اسرائیلو د حکومت لخوا ملکي وګړي له اړینو بشري مرستو بې برخې کول د منلو وړ ندي او له نړیوال بشري قانون څخه د سرغړونې خطر لري. مونږ په لویدیځه غاړه کې د ښارګوټو د پراخولو له هرې هڅې مخالفت کوو… مونږ به د نورو اقداماتو څخه د هدفمند بندیزونو په ګډون ډډه ونکړو.”
نتنیاهو یې په ځواب کې ویلي، چې “د لندن، اوټاوا او پاریس مشران د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د نسل وژنې برید ته ډالۍ وړاندې کوي. په داسې حال کې، چې په ورته وخت کې له نورو داسې جرمونو هرکلی کوي.”
هغه زیاتوي، چې اسرائیل به تر هغه وخته له ځان دفاع کوي، چې بشپړه بریا ترلاسه شي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د اسرائیلو شرایط د پاتې یرغمل شویو خوشې کول او د غزې تړانګه بې وسلې کول بیا تکرار کړل.
اسرائیلو د مارچ له پیل راپدېخوا غزې ته د طبي توکو، خوړو او سونګ توکو د ننوتلو مخه نیولې، چې پر حماس فشار راوړي او د ۲۰۲۳ کال یرغمل خوشې کړي.
د لویدیځ درې واړو مشرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي: “مونږ تل د ترهګرو پر وړاندې د اسرائیلیانو له حق دفاع او ملاتړ کړی دی؛ خو د [وضعیت] دا زیاتوالی بشپړنامتناسبه دی.”
دوی ویلي، چې دوی به د نتانیاهو د حکومت “دې ناوړه کړنو” ته بېتفاوته پاتې.
دوی په غزه کې د سمدستي اوربند لپاره د امریکا، قطر او مصر له هڅو ملاتړ څرګند کړ او څرګندوي، چې دوی د شخړې د حل لپاره د دوه دولتونو د حل لارې د یوې برخې په توګه د فلسطین دولت پر رسمیت پېژندلو ته ژمن دي.
حماس له دې ګډې خبرپاڼې هرکلی وکړ او دا یې د نړیوال قانون د اصولو د بیا رغولو پر لور یو ” اړین ګام” وباله.
د غزې روغتیایي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د اسرائیلو ځمکنۍ او هوايي جګړې غزه ویجاړه کړې، نږدې ټول اوسیدونکي یې بې ځایه کړي او له ۵۳ زره څخه ډېر خلک، چې ډېری یې ملکي وګړي دي؛ وژل شوي.
اسرائیلو ویلي؛ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پراوومه د حماس پر مشرۍ له برید سره پیل شوه؛ په کې وسلوالو شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل، چې ډېری یې ملکي وګړي وه، او ۲۵۱ کسان یې یرغمل کړل.
-
نړۍ4 days ago
د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن د پروسټاټ پر سرطان اخته شو
-
سوداگري3 days ago
نړیوال بانک د افغان پروژو د تادیاتو په اړه څرګندونې وکړې
-
نړۍ3 days ago
روسیې او اوکراین د اوربند په اړه له سمدستي خبرو اترو سره هوکړه وکړه – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
بریټانیا، کاناډا او فرانسې د غزې په خاطر اسرائیلو ته د بندیزونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه4 days ago
د اروپا بشري فورم د افغانستان د بحران پر ریښو خبرې کوي
-
روغتيا3 days ago
په افغانستان کې ساري ناروغۍ زیاتې شوي – د روغتیا نړیواله ټولنه
-
روغتيا4 days ago
د عامې روغتیا وزارت د افغانستان د میندو د مړینې د کچې په اړه د UNFPA راپور رد کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
د تاجکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې