تازه خبرونه
د مسکو د فورم د شپږمې ناستې په څنډه کې د ۵ هېوادونو ځانګړو استازو له امیرخان متقي سره وکتل
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ليدنه کې د افغانستان او سيمې د هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخيزو سياسي اړيکو او اقتصادي همکاريو خبرې وشوې.
د چین، ایران، ازبکستان، پاکستان او هند ځانګړو استازو د مسکو د شپږمې غونډې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ليدنه کې د افغانستان او سيمې د هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخيزو سياسي اړيکو او اقتصادي همکاريو خبرې وشوې.
د تکل زیاته کړې؛ امیر خان متقي د افغانستان امنیتي وضعیت د ډاډ وړ او د سیمې د ټولو هېوادونو پر ګټه وباله.
نوموړي له دغو استازو سره په لیدنه کې د افغانستان او اړوند هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
دغو استازو له افغانستان سره د تعامل او هر اړخیزو همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی او د افغانستان وضعیت یې د ډاډ وړ وباله.