تازه خبرونه
د مسکو غونډه به د افغانستان پر ملي امنیت او سیمهییزې همکارۍ ټینګار وکړي
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او قرغزستان استازي برخه ولري او د هر هېواد د ولسمشر ځانګړی استازی یا لوړ پوړي ډیپلوماټیک چارواکي به په غونډه کې ګډون وکړي.
د “افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فرمټ” اوومه غونډه نن (سېشنبه) په مسکو کې جوړیږي او د سیمې هېوادونو استازي به د امنیت، ملي پخلاینې او له دې هېواد سره د همکارۍ د اړیکو پر پراخولو بحث او خبرې وکړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او قرغزستان استازي برخه ولري او د هر هېواد د ولسمشر ځانګړی استازی یا لوړ پوړي ډیپلوماټیک چارواکي به په غونډه کې ګډون وکړي.
دغه راز د لومړي ځل لپاره، بېلاروس د ځانګړي میلمه په توګه بلل شوی دی.
د غونډې اصلي تمرکز په افغانستان کې د ملي پخلاینې پروسې اسانه کول او د امنیت، اقتصاد او سیاست په برخو کې سیمهییزه همکاري پیاوړې کول دي.
“مسکو فرمټ ” په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې پر نوښت جوړ شو، چې له سولې، ثبات او دوامداره پرمختګ څخه د ملاتړ لپاره د افغانستان په چارو کې اغېزمن هېوادونه سره راټول کړي. دې غونډو تر دې دمه د افغانستان د راتلونکي په اړه د نظرونو پر تبادله او د سیمهییزو دریځونو همغږي کولو کې اړینې هڅې کړې دي.
افغانستان د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول د دې فرمټ د غړي په توګه منل شوی او د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم پدې غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته سفر کړی دی.
ویل کیږي، چې د نن ورځې غونډه به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د مخدره توکو قاچاق، بشري وضعیت او د کابل او ګاونډ هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ ته پر ورته موضوعاتو بحث او خبرې وکړي.
