تازه خبرونه
د مسکو فارمټ د افغانستان د ستونزې د حل لپاره تر ټولو مهم سیمهییز جوړښت دی
لاوروف د نومبر پر درېیمه د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې د یوراشیا د امنیت په څلورم نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د وضعیت په اړه ویلي، یوه میاشت مخکې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه مشورتي غونډه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شوې وه او د کابل یوه لوړپوړي پلاوي هم په کې ګډون کړی و.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ويلي، د مسکو فارمټ د افغانستان په اړه د سیمهییزې هوکړې د رامنځته کولو او د دغه هېواد د اړوند ستونزو د څېړلو لپاره یو له مهمو سیمهییزو جوړښتونو څخه دی.
لاوروف د نومبر پر درېیمه د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې د یوراشیا د امنیت په څلورم نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د وضعیت په اړه ویلي، یوه میاشت مخکې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه مشورتي غونډه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شوې وه او د کابل یوه لوړپوړي پلاوي هم په کې ګډون کړی و.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د افغانستان د ستونزو د اواري د بهیر د پرمخ وړلو لپاره د سیمې د هېوادونو همکاري بنسټیز ارزښت لري او له سیمې بهر لوبغاړي د سیمهییزې همکارۍ د جوړښتونو ځای نهشي نیولی.
نوموړي د مسکو فارمټ د افغانستان په اړه د سیمهییزې هوکړې د رامنځته کولو لپاره یو جوړښت او چوکاټ وباله؛ هغه غونډه، چې د سیمې د هېوادونو د استازو پر ګډون د ثبات، امنیت او سیمهییزې همکارۍ اړوند موضوعات څېړي.
مسکو پر سیمهییزې همکارۍ ټینګار کوي
د مسکو فارمټ اتمه غونډه د ۲۰۲۶ز.کال د اوکټوبر پر پنځمه د افغانستان، روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان او د منځنۍ آسیا هېوادونو د استازو پر ګډون جوړه شوې وه.
د افغانستان پلاوي د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پر مشرۍ په دې غونډه کې ګډون کړی و. سیاسي او اقتصادي همکاري، له ترهګرۍ او نشهیي توکو سره مبارزه او د سیمهییزو اړیکو پیاوړتیا د خبرو اترو مهم موضوعات ول؛ خو د ترهګرۍ پر موضوع د افغانستان او پاکستان د استازو ترمنځ اختلاف د دې غونډې د وروستۍ ګډې اعلامیې د خپرېدا مخه ونیوله.
افغانستان د یوراشیا په امنیتي معادلو کې
لاوروف د خپلو خبرو پرمهال په یوراشیا کې د ګډ امنیتي جوړښت پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او څرګندوي، چې دغه جوړښت باید د متقابل درناوي، امنیتي تضمینونو او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر بنسټ رامنځته شي.
هغه همداراز په افغانستان او ګاونډ هېوادونو کې د ناټو د پوځي بنسټونو له شتون سره د روسیې مخالفت څرګند کړ.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر تازه څرګندونې ښيي، چې افغانستان اوس هم د یوراشیا د امنیتي سیاست او سیمهییزې همکارۍ په جوړښت کې د مسکو د پام وړ موضوع ده.