نړۍ
د مسکو ښار یو شمېر ودانۍ د بې پیلوته الوتکو په برید کې زیانمنې شوې

د مسکو ښاروال سیرګي سوبیانین رسنیو ته ویلي؛ د هېواد پلازمېنه د سې شنبې پر سهار د بې پیلوته الوتکو د بریدونو شاهده وه، چې په کې څو ودانیو ته لږ زیان اوښتی دی.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، د ښار ټول بېړني خدمات د پېښې په ځای کې دي … تر اوسه هیڅوک سخت ټپي شوی نهدی.
د روسیې دفاع وزارت اوکراین د دې ترهګریز برید پر تور تورن کړ او څرګندوي، چې د مسکو په فضا کې یې ټولې اته بې پیلوته الوتکې رانسکورې کړې دي.
مسکو، چې له اوکراین څخه په ۱۰۰۰ کیلومترۍ کې پروت ښار دی؛ د اوکراین د جګړې له پیل راپدیخوا ډېر لږ د بې پیلوته الوتکو موخه ګرزېدلی. که څه هم دا ډول بریدونه د روسیې په نورو سیمو کې ډېر عام شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه په هسک ( آسمان ) کې د لوګي نښې او یوه ماته کړکۍ ښيي.
دا بریدونه د اوکراین په پلازمېنه کیف کې له ورته برید څخه وروسته کیږي، چې د شپې لخوا د روسیې بې پیلوته الوتکو لخوا ترسره شوی او د ښاروال ویتالي کلیتشکو پر وینا لږ تر لږه یو کس یې وژلی دی.
د می په لومړیو کې، دوه بې پیلوټه الوتکو پر کریملین برید وکړ، چې پړه یې پر اوکراین واچول شوه.
اوکراین د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اوکراین په پلازمېنه کیف او نورو ښارونو هم له پرون راپدیخوا ۳۱ بېپيلوته الوتکې لیدل شوي، چې ۲۹ یې راغورځولي او ۲ نورې هدف ته رسېدلې دي.
نړۍ
د ازبکستان په پلازمېنه کې چاودنې ۱۶۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د ازبکستان چارواکو ویلي؛ د پنجشنبې پر ورځ د تاشکند هوايي ډګر ته څېرمه په یوه ګودام کې د یوې زورورې چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او ۱۶۲ نور ټپیان دي.
رویترز راپور ورکړی، چې د سهارنۍ چاودنې څپو د نږدې اپارتمان د بلاکونو لسګونه کړکۍ ماتې کړې دي.
د ازبکستان د روغتیا وزارت څرګندونو له مخې؛ د ځینو ټپیانو درملنه روانه ده.
د روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ یو تنکی هلک له هغې وروسته مړ شو، چې د کړکۍ چوکاټ پرې ولګېد. دغه راز ۲۴ کسان په روغتون کې بستر شوي وه؛ خو، د دوی روغتیایي حالت ګواښوونکی نهدی. دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۳۸ ټپیانو درملنه روانه ده.
د ټولنیزو رسنیو ویدیوګانې او انځورونه ښیې، چې د اور لمبې او لوګي آسمان نیولی دی.
د چاودنې لامل روښانه نهدی؛ خو یو راپور له رعداو برقه خبر ورکوي.
د ازبکستان د بېړنیو حالاتو وزارت کارمندانو د ګړنديو هڅو په پایله کې اور مخ پر مهارېدو دی.
د تاشکند د نړیوال هوايي ډګر الوتنې عادي حالت لري؛ او الوتکې کښته او پورته کیږي.
په ټولنیزو رسنیو کې د دولتي څرګندونو له مخې راغلي، چې د اور وژنې ۱۶ دلې د ژغورنې لپاره لیږل شوې دي.
نړۍ
په عراق کې اورلګېدنې له ۱۰۰ ډېر کسان مړه او ۱۵۰ نور ټپیان کړل

رویترز د دولتي رسنیو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ تېره شپه د عراق د نینوا ولایت د حمدانیه ولسوالۍ د واده په مراسمو کې د اورلګېدنې له کبله ۱۱۳ کسان مړه شوي او ۱۵۰ نور ټپیان دي.
د نینوا مرستیال والي حسن العلاق رویترز ته د ۱۱۳ کسانو له مړه کېدو کېدو پخلی کړی او دولتي رسنیو څرګنده کړې، چې د مړو شمېر له ۱۰۰ ډېر او ۱۵۰ نور ټپیان دي.
د دولتي رسنیو د څرګندونو له مخې، د ښار ژغورنې سیمهییزو چارواکو ویلي؛ اور په شمال ختیځه سیمه کې د اړوند مراسمو په بهیر د پټاکیو له چاودنو وروسته رامنځته شوی دی.
یوه ۳۴ کلن ځوان عماد یوحنا، چې له اوره پر تېښته راوتلی ویلي: مونږ وليدل، چې اور ولګېد او غړانده شو؛ هغو، چې هڅه وکړه پر راوتلو بریالي شول او هغوی، چې تم شول مړه شول.
د رویترز د خبریال ویدیو ښیي، چې اور وژونکي پر سوځېدلي تالار ګامونه پورته کوي او د ویجاړیو لوګي د څراغونو په رڼا کې ښکاري.
دولتي رسنیو ویلي؛ د لومړنیو معلوماتو له مخې ودانۍ د اور لګېدونکیو ودانیزو توکو څخه جوړه شوې وه، چې چټکه ونړېده.
د پېښې په ځای کې عیني شاهدانو ویلي؛ تېره شپ ۱۰:۴۵ د ودونو پر تالار په داسې حال کې اور ولګېد، چې د پېښې په وخت کې سلګونه خلک حاضر ول.
ویل کیږي، چې د دغې پېښې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
نړۍ
په نایجریا کې وسلهوالو ۱۴ کسان وژلي او ۶۰ نور تښتولي

وسلهوالو د یکشنبې پر ورځ د نایجیریا د سهیل لویدیځ زمفارا ایالت په دوه اړوند سیمو کې اته کسان ووژل او لږ تر لږه ۶۰ نور یې وتښتول.
د دغه هېواد د اړوند سیمو اوسېدونکیو او یوه سیمه ییز مشر ویلي؛ له دې پېښې دوه ورځې وروسته وسلهوالو کسانو د دغه ایالت له یوه پوهنتون څخه هم لسګونه کسان وتښتول.
دغه راز د رویترز د پولیسو د یوې سرچینې او یو موټر چلوونکي د راپور له مخې، چې د برید شاهد و څرګنده کړې؛ د هېواد د په سهیل ختیځو سیمو کې شکمنو اسلامپالو اورپکو د اردو تر څارنې لاندې د موټرو پر کاروان برید وکړ، دوه سرتېري او څلور ملکي وګړي یې ووژل.
عیني شاهدانو ویلي، برید کوونکیو پېنځه موټرو ته اور واچاوه او له یوې لارۍ سره وتښتېدل.
د نایجریا ولسمشر بولا تینوبو لا تر اوسه روښانه کړې نهده، چې له دې پراخې ناامنۍ سره به څنګه مبارزه وکړي. د هغه د اقتصادي اصلاحاتو په ګډون د تېلو د قیمتي سبسایدي لیرې کول او د نایرا اسعارو آزادول، د وتلو لګښت ډېر کړی، چې د خلکو غصه یې راپارولې هم ده.
د اړوند سیمې اوسیدونکیو ویلي، چې وسلهوالو د یکشنبې پر سهار هڅه کړې، چې د زمفارا په مګامي کلي کې د اردو پر ځواکمنې اډې برید وکړ؛ خو په شا وتمبول شول. زمفارا یو له هغو ایالتونو څخه دی، چې د وسلهوالو له لوري، چې په سیمه کې د غلو پر نوم پېژندل شوي؛ ډېره اغېزمنه شوې ده.
راپور د سیمې د یوه مشر د څرګندونو له مخې، چې د امنیتي دلایلو له کبله یې د نوم له اخیستو ډډه کړې ویلي؛ درې وسلهوالو ډلو د اردو پر اډه او د ماګامي او کباسا پر سیمو برید وکړ.
هغه ويلي، چې ٦٠ کسان، چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي تښتول شوي دي.
د مګامي یوه اوسیدونکي شعیبو هارونا رویترز ته د تیلیفون پر کرښه څرګنده کړې: وسلوال غله، چې پر ګڼشمېر موټرسایکلونو سپاره ول؛ پرلهپسې ډزې کولې.
هارونا، چې د دوی په جنازه کې ګډون درلود، وویل، په برید کې څلور کسان وژل شوي دي.
د کاباسا د سیمې عیسی محمد وویل، چې څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور وتښتول شول.
رویترز راپور ورکړی، چې پولیسو او اردو تبصرو او غوښتنو ته ځواب نهدی ویلی.
د نیجریا سهیل لویدیځه برخه تل د پراخو ناامنیو سره مخ ده. اسلامپالي جنګیالي اوس هم په سهیل ختیځ کې پر امنیتي ځواکونو او حکومتي ودانیو مرګوني بریدونه کوي، چې کروندګر او مالداران زیانمنوي.
-
روغتيا4 days ago
په ټول افغانستان کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو
-
لوبی4 days ago
چين د اسيايي لوبو په لومړۍ ورځ د سرو زرو مډالونه وګټل
-
سوداگري3 days ago
د نړیوالې ټولنې میلیاردونو دالرو مرستې د افغانیو په ارزښت ساتلو کې مرسته کړې – بلومبرګ
-
نړۍ5 days ago
په نایجریا کې وسلهوالو ۱۴ کسان وژلي او ۶۰ نور تښتولي
-
لوبی3 days ago
امول نومي هندي شرکت په نړیوال جام کې د ګډون لپاره د افغان لوبډلې د مالي ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
لوبی4 days ago
افغانستان د ۲۰۲۳ کال اسیايي لوبو کې د برونزو مدال وګاټه
-
تازه خبرونه3 days ago
TTP په افغانستان کې میشت ده او روزنیز کمپونه لري – د پاکستان لومړی وزیر
-
تازه خبرونه4 days ago
امیر خان متقي د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته روان شو