نړۍ
د مصرد پلازمېنې قاهرې په پوځي اكاډمۍ كې د حسنى مبارك محاكمه پيل شوه
د مصرد پخواني ولسمشر حسنى مبارك، د هغه د دوه زامنو، د مصرد كورنيو چارو د پخواني وزير او يوولس نورو يارانو محكمه د دغه هېواد د پلازمېنې قاهرې په يوه پوځي ودانۍ كې پيل شوه.
د مصر پخوانى ولسمشر حسنى مبارك په دغه هېواد كې د ده د حكومت پرضد د خلكو له خوا د پراخو لاريونونو او اعتراضونو وروسته له واكه ليرې شو.
د مصرپرپخوانی ولسمشر حسن مبارک د اداري فساد او د ده پرضد د لسگونه مظاهره کوونکيو د وژنې په تور محاکمه پيل شوې.
حسنى مبارك پرمصرله دېرش كلن حكومت وروسته هغه وخت له واكه ليرې شو، چې دده د حكومت پرضد په مصر كې د خلكو له خوا د امريكا په پراخ ملاتړلاريونونه او اعتراضونه تر سره شول.
رپوټونه وايي:
په اداري فساد او د مظاهره کوونکيو د وژلو په تورد مصرد پخواني ولسمشرحسنى مبارک ترڅنگ د هغه د واکمنۍ، د کورنیو چارو وزیرحبیب العادلي او د پولیسو پرشپږ افسرانو هم د اته سوه پنځوس مصري مظاهره کوونکيو د وژلو تورلگيدلى دى.
که پر يادو كسانو دا جرمونه ثابت شي؛ نو د مرگ سزا به ورکړشي.
د حسنى مبارک پر دوه زامنو، جمال او علا هم د اداري فساد تور پورې شوی دی.