تازه خبرونه
د ملا محمد عمر مجاهد ښخ شوی موټر له خاورو راوویستل شو
د افغانستان اسلامي امارت غړیو د اسلامي امارت د بنسټوال او مشرتابه ملا محمد عمر مجاهد لخوا کارول شوی موټر له خاورو را ایستلی، چې شل کاله مخکې له امریکایي ځواکونو پټ پاتې و.
د سې شنبې د ورځې خپاره شوي انځورونه ښیي، چې یوه څو کسیزه ډله له خاورې څخه په پلاستیک کې د پوښل شوي سراچه ډوله سپین موټر د راایستلو هڅه کوي.
د اسلامي امارت یوه غړي محمد جلال نومي له دغو انځورونو سره تویت کړی او څرګندوي، چې: دا تیوتا ډوله موټر د اسلامي امارت د سقوط په لومړیو کلونو کې له کندهار څخه زابل ولایت ته د تګ راتګ لپاره کارېده.
نوموړي زیاته کړې؛ موټر اوس هم په ښه حالت کې دی.
د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي انس حقاني تویت کړی؛ دا موټر دې د کابل په ملي موزیم کې نندارې ته کېښودل شي.
نوموړي زیاته کړی: په دې موټر کې داسې سړي سفر کړی، چې د تاریخ په خورا حیرانوونکیو پېښو کې یې برخه اخیستې ده. هغه پر الله پاک توکل وکړ، د لسګونه یرغلګرو هېوادونو پر وړاندې یې د نامساوي جګړې سپارښتنه کړې او بریالی هم شو. دغه یادګار باید د هېواد په ملي موزیم کې وساتل شي.
د اسلامي امارت یوې سرچینې ګارډین ته ویلي، چې د ملا محمد عمر مجاهد زوی او د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې ۲۰ کلن ښخ شوی موتر له خاورو راوباسي.
ویل کیږي، چې د اسلامي امارت بسټوال ملا محد عمر مجاهد په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې له ورپېښې ناروغۍ مړ شو؛ خو دوه کاله وروسته د هغه مړینه اعلان شوه.