تازه خبرونه

د ملي امنیت شورا په ناسته کې د پولې د څارنې او امنیت پر پلانونو بحث تر سره شو

Published

on

ولسمشر اشرف غني ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات به سیمې ته سوله او ثبات رامنځته کړي.

ولسمشرغني د ملي امنیت شورا غونډې ته په وینا کې څرګنده کړې؛ سوله به د افغانستان او سیمې اقتصادي هوساینې او اقتصادي پرمختګ ته زمینه برابره کړي.

ولسمشر ویلي، چې د ملت  او دولت په توګه د افغانستان لیدلوری د سیمه ییزې همکارۍ، سوداګرۍ، ترانزیت او د لویو اقتصادي پروژو پلي کیدل دي.

اشرف غني په ډاګه کړې؛ افغان حکومت هڅه کوي خپل اقتصادي لید د پاکستان او مرکزي آسیا او نورو ګاونډ هېوادونو سره شریک کړي.

ولسمشر د خواف – هرات اوسپنیزې کرښې پرانستلو ته په نغوته کې د سیمه ییزو اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاتوي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د سیمه ییزې همکارۍ له روښانه چوکاټ پرته به په سیمه کې ننګونې نورې هم پاتې شي.

 ولسمشر ټینګار کړی، چې سوله، ټیکاو، سیمه ییزه همکاري او پرمختګ د سیمې د هېوادونو لپاره مهم مسایل دي او سیمه ییزه اجماع به یې په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

دغه راز د دفاع وزارت مرستیال غونډې ته وینا وکړه او د سرحدي مدیریت او امنیت لپاره یې د نوي چلند  په اړه راپور وړاندې کړ او څرګندوي؛ سرحدي ځواکونو، چې مخکې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کاوه اوس دغه وزارت ته سپارل شوي دي. 

هغه زیاته کړې؛ د تجهیزاتو او روزنې په برخو کې ملي اردو د دوی [سرحدي ځواکونو] لپاره ځانګړي پروګرامونه لري.

غني د سرحدونو د نورې غوره څارنې لپاره د ملي دفاع وزارت پلان د بیا تنظیم او د سرحدي ځواکونو موقعیت تصویب کړ.

 د غونډې په پای کې یادونه وشوه، چې د پولې په اوږدو کې د نوې ټکنالوژۍ کارول به د قاچاق وړونکیو او ترهګرو د تګ راتګ مخه ونیسي.

د غونډې په بهیر کې د مخدره توکو قاچاق کوونکیو او ترهګرو پروړاندې په مبارزه کې له ګاونډ هېوادونو سره پر ډیپلوماسۍ، د افغانستان – پاکستان د همکارۍ کاري پلان (ای پي ای پي پی اس) پر پلي کولو او د سرحدي مدیریت او امنیت لپاره د نوې کړنلارې پر پلي کیدو ټینګار وشو.

Trending

Exit mobile version