تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانانو له خپلمنځي خبرو هرکلی څرګند کړ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانانو د خپلمنځي خبرو له پیل کیدو هرکلی کړی دی،
امنیت شورا په یوه اعلامیه کې د افغانستان حاکمیت، خپلواکي، ځمکنی بشپړتیا او ملي یووالي ته خپله پوره ژمنتیا بیا ډاډمنه کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي: تلپاتې سوله یوازې د افغانانو په مشرۍ د یو هراړخیز بهیر له لارې ترلاسه کیدلی شي، چې موخه ترې د دوامداره او هر اړخیز اوربند ترلاسه کول او په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره یوه هراړخیزه سیاسي هوکړه ده.
د امنیت شورا غړیو هم په مذاکره کوونکیو غږ وکړ، چې نه یوازې د باور رامنځته کولو لپاره ګامونه واخلي، بلکې تاوتریخوالی کم او په ښه نیت هڅې تر سره کړي.
د امنیت شورا غړیو په افغانستان کې د سولې او ثبات په وده کې د ملګرو ملتونو د رول پر اهمیت ټینګار وکړ او د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د آسانه کولو او د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره د افغانستان د ټولو سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو له هڅو هرکلی وکړ.