تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د روان وضعیت په اړه غونډه کوي

Published

on

د ملګرو ملتونو د اووه ورځنۍ غونډې له پای ته رسېدو وروسته ټاکل شوې، چې د دغې ټولنې امنیت شورا سبا سې شنبه د تلې پر پېنځمه د افغانستان د روان وضعیت د څېړلو لپاره خپله غونډه وکړي.

تمه ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې غونډه کې د افغانستان پر اقتصادي، بشري او د دې هېواد له خاورې پر امنیتي اندېښنو خبرې وشي.

د افغانستان د څوکۍ چارسمبالی نصیراحمد فایق به په دې غونډه کې ګډون او وینا وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ چارسمبالی نصیراحمد فایق په یوه تویت کې څرګنده کړې؛ په دې غونډه کې به د افغانستان استازیتوب وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ چارسمبالی نصیراحمد فایق څرګنده کړې: زه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغه غونډه کې، چې د سپتمبر پر ۲۷ د افغانستان د وضعیت په اړه جوړېږي او تمرکز به یې د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وي؛ ګډون او وینا وکړم. په دې مهمه غونډه کې به د تل په څېر د خپل ولس په استازیتوب د دوی غوښتنې او غږ پورته کوم.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي؛ د هرې هغې غونډې هرکلی کوو، چې د افغانستان له حکومت او خلکو سره د همکارۍ لپاره جوړېږي او ټینګار کوي، چې دا غونډې باید د افغانستان له نوي حکومت سره د تعامل او همکارۍ د پراخولو زمینه برابره کړي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راپدیخوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډو کې د افغانستان وضعیت له تودو موضوعاتو څخه و او تر دې دمه دې ټولنې د افغانستان د اقتصادي، بشري او امنیتي اندېښنو په اړه څو ځانګړې غونډې کړې، چې وروستۍ هغه یې د روان کال د وږي میاشتې پر اوومه نېټه د روسیې په غوښتنه غونډه ده.

په داسې حال کې، چې د افغانستان اسلامي حکومت په تېرو نږدې څوارلس میاشتو کې هم له رسمي دریځه برخمن شوی ندی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ورسپارل شوې نده او اسلامي امارت دا چاره غیرعادلانه او د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف بولي او ټینګار کوي، چې د مشروع دولت ټول شرایط یې پوره کړي دي.

Trending

Exit mobile version