تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو سفیره او د امنیت شورا د اوسني پړاو مشرې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ ټاکل شوې، چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه د غبرګولی پر ۳۱ / د جون پر ۲۱ نېټه جوړه شي.
د امنیت شورا د اوسني پړاو مشره لانا نصیبه وايي؛ افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اجندا په سر کې ځای لري.
په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو سفیره او د امنیت شورا د اوسني پړاو رییسه لانا نصیبه وایي:
مونږ به د جون پر ۲۱ نېټه د افغانستان په اړه یوه غونډه ولرو. د مارچ په میاشت کې مو د افغانستان په اړه ډېرې غونډې درلودې. زمونږ د شورا اصلي موضوع افغانستان دی. زمونږ دنده د افغانستان د وضعیت ارزونه ده. زموږ تمرکز ډېر پر افغانستان دی او مونږ غواړو په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر وضعیت کار وکړو، چې کړکېچن حالت لري.
نوموړې ټینګار کوي، چې عربي متحده امارات به د دغې شورا د غړي او د اوسني پړاو د مشر په توګه د افغانستان د قضیې په اړه د غړیو هېوادونو د همغږۍ د ساتلو هڅه وکړي.
لانا نصیبه ټینګار کوي، چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکي فریدون اوغلو به په نومبر میاشت کې د دغه هېواد د وضعیت په اړه امنیت شورا ته د بیاکتنې بشپړ راپور وړاندې کړي.
دغه ترکی دیپلومات یوه میاشت مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه ټاکل شوی دی.
د راپورونو پر بنسټ، په پام کې ده، چې د دې غونډې یوه مهمه موضوع به په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه سرغړونې وي.
له دې مخکې ملګرو ملتونو په دوحه کې د افغانستان په اړه د تړلو دروازو ترشاه غونډه کړې؛ خو داسې انګېرل کېږي، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډې کومې پایلې ته رسېدلي نهدي.
دا په داسې حال کې ده، چې فاکس نیوز د جمعې پر ورځ څرګنده کړې؛ څو امریکايي سناتورانو په افغانستان کې د بشري حقونو د مسلې په اړه د اسلامي امارت پر ضد د نویو بندیزونو لګولو طرحه وړاندې کړې ده.