تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د غځولو لپاره رایې اچوي

دا په داسې حال کې ده، چې څه وخت مخکې د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د یوناما ماموریت “ناکام” یاد کړی دی.

Published

on

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن یکشنبه (د کب شپږویشتمه) څرګنده کړې؛ ټاکل شوې، چې سبا، دوشنبه (د مارچ اووه‌لسمه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما د ماموریت غځولو لپاره د یوې مسودې پر پرېکړه لیک رای اچونه وشي.

دې شورا په یوه راپور کې ویلي: که دا مسوده تصویب شي، نو د یوناما ماموریت به د یو بل کال لپاره پرته له دې، چې خپلې دندې او لومړیتوبونه بدل کړي وغځوي.

د راپور له مخې؛ په دې مسوده کې د یوناما له یو کلن ماموریت سره د بشري حقونو، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو حقونو، ښځې، سوله او امنیت، په افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت، ترهګري، د مخدره توکو قاچاق، سپکې وسلې، داخلي بې ځایه شوي کډوال او د طبیعي پېښو اغېزې خوندي پاتې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي؛ تمه ده، چې د شورا ټول ۱۵ دایمي او غیر دایمي غړي به ترې ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه وخت مخکې د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د یوناما ماموریت “ناکام” یاد کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما ماموریت تورن کړی، چې د افغانستان د وضعیت په اړه “منفي او ناسم” راپورونه ورکوي.

مجاهد ویلي، چې د یوناما راپورونو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه “منفي ذهنیت” رامنځته کړی دی.

Trending

Exit mobile version