تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا( دوشنبه ) د افغانستان په اړه غونډه کوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۶, ۱۴۰۲)

ټاکل شوې، چې سبا ( دوشنبه د کب اوومه / د فبرورۍ شپږویشتمه ) به د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش امنیت شورا ته د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي او د دوحې د غونډې په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو خبرې وشي.

د دې شورا په انټرنیټي پاڼه کې لیکل شوي، چې دا غونډه به د دغې شورا د غړو او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټرش په ګډون د نیویارک پر وخت د سهار پر لس بجو پیل او په ځانګړي توګه به په کې د افغانستان لپاره د عمومي منشي د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه سلامشورې وشي.

په ملګرو ملتونوکې د افغانستان د دایمي استازولۍ چارسمبالي نصیر احمد فایق د دې غونډې په اړه ویلي، چې په دې غونډه کې به د امنیت د شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک په اړه خبرې وشي.

دا پریکړه لیک پر ۱۳ موافقو رایو د امنیت په شورا کې تصویب شوی؛ خو روسیې او چین دغه پرېکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړې ده.

د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک پر بنسټ به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه  د ملګرو ملتونو عمومي منشي ۶۰ ورځې وروسته خپل راپور یادې شورا ته وړاندې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړي، چې افغانستان په بحران کې نه‌دی او د ملګرو ملتونو د استازې په شتوالي کې د نوي ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه‌شته.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د افغانستان په اړه په دوحه کې غونډه جوړه شوه، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي یوه بریا ونوموله؛ خوغونډې ته بلل شوي اسلامي امارت یوه ناکامه غونډه ونوموله.

Trending

Exit mobile version