تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د موخه ییزو وژنو د ژر درولو غوښتنه وکړه

Published

on

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د موخه ییزو بریدونو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او دا بریدونه یې په سختو ټکو کې غندلي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرملکي وګړیو، څارنوالانو، د رسنیو پر کارکوونکیو، د روغتیایي او بشردوستانه بنسټونو پر کارمندانو بریدونه یو ناوړه کار وباله.

د دغه بنسټ په اعلامیه کې راغلي: پر ملکي وګړیو، څارنوالانو، رسنیو، روغتیایي کارکوونکیو او بشردوستانه کارمندانو په دې ناوړه بریدونو کې هغه ښځې، چې د بشري حقونو او توکمیز او مذهبي لږکیو ساتنه او ملاتړ کوي هم شته.

دې شورا پر ښکېلو خواوو غږ وکړ، چې له نړیوال بشردوستانه قانون سره سم خپل مسوولیتونه ترسره کړي او ملکي وګړوو ته د خوندیتوب زمینه برابره کړي.

دوی دا ټینګار هم کړی، چې قصدي بریدونه جنګي جرمونو دي او د ملکي وګړیو له وژنو دې ډده شي.

دې شورا ویلي، چې په افغانستان کې دوامداره سوله د افغانانو پر مشرۍ شونې ده او ښکېل لوري باید د سولې بهیر له لارې تلپاتې اوربند ته ورسیږي.

دغه سازمان د افغانستان د سولې په پهیر کې د ښځو پر بشپړ، مساوي او معنوي ګډون ټینګار کوي.

د امنیت شورا غړیو د خبرو اترو اړخونه وهڅول، چې د اعتماد رامنځته کولو لپاره تاو تریخوالي کم او اوربند ته زمینه برابره کړي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشرعبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دې اعلامیې هرکلی کړی دی.

پدې وروستیو میاشتو کې  پر ملکي وګړیو، د مدني ټولنې پر مخکښانو، د رسنیو او روغتیا وزارت، پر بېله بېلو حکومتي کارمندانو او افغان ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي.

Trending

Exit mobile version