تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي نوي مرستیال په کابل کې دنده پیل کړه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) دفتر ویلي، لمارکیس به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو د فعالیتونو د همغږۍ مسوولیت پر غاړه ولري او د یوناما د پراختیايي چارو مشري به هم کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي نوي ټاکل شوي مرستیال او د بشري چارو همغږي کوونکي برونو لمارکیس د سېشنبې پر ورځ( د غبرګولي شپږویشتمه) په کابل کې رسمي دنده پیل کړه. نوموړی د اینډریکا راتواته پر ځای ټاکل شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) دفتر ویلي، لمارکیس به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو د فعالیتونو د همغږۍ مسوولیت پر غاړه ولري او د یوناما د پراختیايي چارو مشري به هم کوي.
هغه له دې مخکې د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت او هایټي په ګډون د ملګرو ملتونو په بېلابېلو ماموریتونو کې دندې ترسره کړې دي او په دې نړیواله ټولنه کې له درې لسیزو ډېره کاري تجربه لري.