تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په تهران کې پر افغان سولې بهیر خبرې کړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازې ژان ارنولټ د دوشنبې پر ورځ په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له سلاکار محمد ابراهیم طاهریان سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د ایران د اي اف پي د خبرونو پر بنسټ، دواړو لوریو د افغانستان د سولې پر بهیر او امنیتي حالاتو بحث ا خبرې کړې دي.
طاهریان یادې سرچینې ته څرګنده کړې؛ ایران د افغانستان سوله او امنیت له خپل هېواد سره تړلې بولي او د افغانانو پر مشرۍ د سولې له بهیر ملاتړ کوي.
هغه همدارنګه د افغانستان د خبرو اترو په پرمختګ کې د همکارۍ او آسانتیاو د رامنځته کولو ډاډ څرګند کړی او د افغانانو د تېرو دوه لسیزو د لاسته راوړنو د ساتنې پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.
نړیوالې ټولنې په تېرو څو میاشتو کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او د تاوتریخوالي د کمیدو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.