تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې پاکې او ارزانه انرژۍ ته د افغانستان د لاسرسي هڅې وستایلې
رباب فاطمې دغه څرګندونې د« ۲۰۲۶افغانستان د انرژۍ اوونۍ» نندارتون له غرفو څخه د لیدنې پر مهال کړې دي. دغه نندارتون د «انرژۍ له لارې پراختیا» تر شعار لاندې جوړ شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) مشره رباب فاطمه د پاکې، دوامدارې او ارزانه انرژۍ ته د لاسرسي د پراختیا په برخه کې د افغانستان هڅې ستایلي او په دې برخه کې یې د کورنیو سوداګرو، تولیدوونکو او نړیوالو همکارانو پر ونډې ټینګار کړی دی.
رباب فاطمې دغه څرګندونې د« ۲۰۲۶افغانستان د انرژۍ اوونۍ» نندارتون له غرفو څخه د لیدنې پر مهال کړې دي. دغه نندارتون د «انرژۍ له لارې پراختیا» تر شعار لاندې جوړ شوی دی.
هغې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام( یو ان ډي پي) او د ملګرو ملتونو نورو اړوند ادارو له هڅو ستاینه کړې، چې د پانګهوالو، دولتي ادارو، مالي بنسټونو او پراختیايي همکارانو د راټولېدا زمینه یې برابره کړې ده.
د هغې د څرګندونو له مخې، دغه نندارتون د افغانستان د انرژۍ د برخې د پراختیا لپاره د عملي لارو چارو د ارزونې ښه فرصت برابر کړی دی.
رباب فاطمې په پاکه او ارزانه انرژۍ کې د افغان ښځینه سوداګرو له ګډون څخه هم هرکلی کړی او د لمریزو برښنایي تختو او زرغونو ټکنالوژیو د وېش، تولید او جوړولو په برخو کې یې د فعالو بنسټونو پراخ حضور هیلهبښونکی بللی دی.
هغې بامیان او جلالآباد ته خپلو وروستیو سفرونو ته په نغوته کړې او څرګندوي؛ د لمریزې برښنا داسې هیلهبښونکې پروژې یې لیدلې، چې د دولتي ادارو او د ملګرو ملتونو د اړوند بنسټونو لهخوا د روغتیايي پروګرامونو، بازارونو او کرنې د ملاتړ لپاره کارول کیږي.
نوموړې د دغو نوښتونو پر پراختیا ټینګار کړی او وایي، چې د دې غونډې یو مهم هدف په افغانستان کې د بریالیو انرژۍ پروژو د پراختیا لپاره د لارو چارو موندل دي.
د یوناما مشرې ډاډ څرګند کړی، چې د افغانستان د انرژۍ اوونۍ به د خپل ډول وروستۍ غونډه نهوي او د پاکې او دوامدارې انرژۍ په برخه کې د افغانستان د موخو د ترلاسه کولو لپاره دوامداره همکاري بنسټیز ارزښت لري.