تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو کارپوهان په افغانستان کې د ښځو له وضعیته اندښمن شوي
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په اړه د امریکا د تګلارې له کبله په افغانستان کې بشري وضعیت خراب شوی دی.
کارپوهانو څرګنده کړې، چې د د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د بشري مرستو معافیت له افغانستان سره د مالي او سوداګریزو مرستو په برابرولو کې د پام وړ پرمختګ ندی کړی.
دوی ویلي، چې امریکا د افغانستان د میلیاردونو ډالرو له کنګلولو سره د افغان ښځو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: مونږ په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه ژوره اندېښنه لرو، چې د دې هېواد له نیمایي څخه د ډېرو خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی او په افغانستان کې یې د ښځو، نجونو او ماشومانو د ژوند شرایط، عاید، کار او زدکړې تر سیوري لاندې راوستی دی، چې پر ماشومانو د دې بحران اغېزې ډېرې دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو دا هم ویلي، چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د افغان ښځو او نجونو لپاره یو اوږدمهاله او جدي ګواښ دی، چې د وچکالۍ او د افغانستان د نویو واکمنانو لخوا د جنسیتي توپیري چلند او د امریکا لخوا د اخیستل شویو ګامونو له کبله نور هم زیات شوی دی.
واشنګټن له هغې وروسته، چې اسلامي امارت واک ته ورسید د افغانستان ۹ میلیارد ډالر پانګه کنګل کړه او ولسمشر د فبرورۍ په میاشت کې یو فرمان صادر کړ، چې د دغې پانګې نیمایي برخه یې له افغانانو سره بشري مرستو او پاتې نوره یې د سپټمبر د یوولسمې د حملو قربانیانو ته د تاوان په توګه په پام کې نیولې ده.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلامیه کې راغلي، چې دولتونه او په ځانګړې توګه امریکا باید ځان ډاډه کړي، چې په افغانستان کې د دوی وروستي ګامونه له بشري حقونو څخه د سرغړونې لامل شوي ندي.
دغې ډلې دا هم ویلي، چې خپلې اندېښنې یې له واشنګټن سره شریکې کړي؛ خو ځواب یې ندی ترلاسه کړی.
تازه خبرونه
په هند کې د یوه افغان زدهکوونکي مړی وموندل شو
د ټایمز آف انډیا د څرګندونو له مخې، ۳۴ کلن بینالله ضیاء، چې په ایم ایس پوهنتون کې د ودانیزې انجنیرۍ په برخه کې یې د دوکټورا زدهکړې کولې؛ د وډوډارا ښار د فاتحګنج سیمې د یوه استوګنځي په یوه اپارتمان کې اوسېده.
هندي رسنیو راپور ورکړ، چې د شنبې پر شپه ناوخته د هند په ګجرات ایالت کې د یوه افغان زدهکوونکي مړی په خپله خونه کې وموندل شو.
د ټایمز آف انډیا د څرګندونو له مخې، ۳۴ کلن بینالله ضیاء، چې په ایم ایس پوهنتون کې د ودانیزې انجنیرۍ په برخه کې یې د دوکټورا زدهکړې کولې؛ د وډوډارا ښار د فاتحګنج سیمې د یوه استوګنځي په یوه اپارتمان کې اوسېده.
هندي پولیسو ویلي، چې جسد یې د عدلي طب کتنې ته لېږل شوی دی.
چارواکو د ځانوژنې احتمال رد کړی؛ خو انګېزه یې اوس هم څرګنده شوې نده.
پولیسو زیاته کړې، چې دوی د ضیاء ګرځند هم د نښو د ترلاسه کولو لپاره تر کتنې لاندې نیولی دی.
د ضیاء ملګرو ویلي، چې دوی د شنبې پر ورځ د هغه د اپارتمان دروازه وټکوله؛ خو هیڅ ځواب یې ترلاسه نکړ. کله، چې پولیسو دروازه پرانیسته؛ مړی یې په خونه کې وموندل شو.
ځایی چارواکو ویلي، چې د مړینې د دقیق لامل په اړه څېړنې روانې دي او وروستۍ پایلې به یې د قانوني پړاوونو له بشپړېدا وروسته وړاندې شي.
تازه خبرونه
د غصب شویو ځمکو لپاره د ځانګړې محکمې په چارو کې د نهلاسوهنې حکم صادر شو
ویل کیږي، چې ياده محکمه د امارتي غصب شويو ځمکو اړوند شخړې د کمیسيون له لوري پر هر اړخيزه بڼه ارزوي او په اړه یې شرعي پرېکړه صادره کوي.
د اسلامي امارت رهبر حکم کړی؛ د غصب شویو امارتي( سلطاني) ځمکو، عامه څړځایونو او وقفونو د قضیو څېړنه یوازې د غصب شویو ځمکو لپاره د ځانګړې محکمې په واک کې ده او هیڅ بل وزارت یا اداره حق نلري، چې په دې قضیو کې لاسوهنه وکړي.
د دې حکم د لومړۍ مادې له مخې؛ د غصب شویو اماراتي ځمکو، عامه څړځایونو او وقفونو پورې اړوند ټولې قضیې یوازې د دې محکمې په واک کې دي او نورې امارتي ادارې نشي کولی په کې مداخله وکړي.
د حکم دوهیمه ماده ښیي، چې څنګه شکایتونه وړاندې شي. هغه اشخاص، چې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون یا ولایتي تخنیکي کمیټو پر وړاندې شکایتونه لري کولی شي خپل شکایتونه پر لیکلې بڼه ځانګړې محکمې ته د بیاکتنې او حل لپاره وسپاري.
د حکم درېیمه ماده ټینګار کوي؛ وزارتونه او نورې امارتي ادارې حق نلري، چې د کمیسیون یا تخنیکي کمیټو پورې اړوند شکایتونه ترلاسه کړي یا له هغوی څخه پوښتنې وکړي. د دې حکم له صادرېدا وروسته هر راز هڅې، چې له واک پرته ترسره شي غیر مجاز ګڼل کیږي.
د امارتي غصب شويو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمه د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي کمیسيون په چوکاټ کې د غصب شويو ځمکو قضيو ته د رسیدګۍ لپاره کار کوي او په کابل، بلخ، هرات او کندهار زونونو کې فعاليت لري، چې د يادو ولايتونو او د هغو ګاونډ ولايتونو اړوندو قضيو ته رسېدګي کوي.
ویل کیږي، چې ياده محکمه د امارتي غصب شويو ځمکو اړوند شخړې د کمیسيون له لوري پر هر اړخيزه بڼه ارزوي او په اړه یې شرعي پرېکړه صادره کوي.
تازه خبرونه
ولې نور هېوادونه له افغانستان څخه امنیتي اندېښنه نلري؟ – د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر
افریدی پوښتنه کوي، چې که رښتیا هم وسلهوال له افغانستان څخه فعالیت کوي؛ نو ولې د افغانستان نور ګاونډ هېوادونه ورته اندېښنې او شکایتونه نهکوي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدی د پاکستان د حکومت هغه ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې، چې ګواکې وسلهوال د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه ترسره کوي او د دې ادعا د ثابتولو لپاره یې د شواهدو د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.
افریدی پوښتنه کوي، چې که رښتیا هم وسلهوال له افغانستان څخه فعالیت کوي؛ نو ولې د افغانستان نور ګاونډ هېوادونه ورته اندېښنې او شکایتونه نهکوي.
هغه ټینګار کړی، چې دا ډول ادعاوې باید له روښانو او د باور وړ شواهدو سره مل وي.
نوموړي د ډیورنډ فرضي کرښې ته په نغوته( اشره) کې د اغزن تار لګولو لپاره د ډېرو پیسو لګولو په اړه هم ویلي؛ چارواکو تل خلکو ته ډاډ ورکړی، چې دا به پاکستان ته د وسلهوالو د ننوتلو مخه ونیسي.
د هغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د اسلامآباد او کابل ترمنځ له تاوتریخوالي وروسته ناندرې روانې دي. پاکستانيو چارواکو پر ځلونو ادعا کړې، چې وسلهوال د پاکستان د برید لپاره د افغانستان خاوره کاروي؛ خو اسلامي امارت تل دا ادعا رد کړې دي.
-
سوداگري16 hours agoپه کابل کې د افغانستان او چین ګډ بازار پرانیستل شو
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې یو کارکوونکی د ټرافیکي پېښې له کبله مړ شو
-
سوداگري1 day agoد سره زرو بیه د هر اونس په بدل کې له ۴۶۰۰ ډالرو واوښته
-
سوداگري5 days agoهندي کارپوهانو افغانستان ته پر هوایي صادراتو ټینګار څرګند کړ
-
لوبی22 hours agoد افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډلې اسټرالیا ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي امارت رهبر د انرژۍ او کلیو د پراختیا وزیران بدل رابدل کړل
-
توسعه4 days agoتوسعه: په افغانستان کې د وارداتو او صادراتو زیاتېدا
-
نړۍ2 days agoاسرائیلو پر ایران د امریکا د شوني برید له کبله د لومړۍ کچې امنیتي چمتووالی نیولی
