تازه خبرونه

د منځني ختیځ له کړکېچ وروسته د افغانستان له هسک د نړیوالو الوتنو کچه مخ پر ډېرېدو شوه

د هوايي چلند شرکتونو له هرې الوتنې څخه د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته ۷۰۰ ډالره ورکړي، اسلامي امارت ته د عاید یوه مخ پر وده سرچینه ده.

Published

on

پر اسرائیلو د ایران له توغندیزو بریدونو او د تلابیب له لوري د ځوابي برید له احتمال وروسته له افغانستان څخه د نړیوالو الوتنو شمېر ډېر شوی دی.

د ۲۴ رادار‌فلایټ څرګندونې ښيي، چې د پنجشنبې پر ورځ (د تلې دولسمه) ۱۹۱ الوتنې د افغانستان له هسک تېرې شوې دي.

د هوايي چلند شرکتونو له هرې الوتنې څخه د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته ۷۰۰ ډالره ورکړي، اسلامي امارت ته د عاید یوه مخ پر وده سرچینه ده.

د ۲۰۲۱ ز، کال په اګست میاشت کې د جمهوري رژیم له ړنګېدا او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د امنیتي او سیاسي اندېښنو له کبله د افغانستان هوايي حریم د نړیوالو الوتنو پر مخ وتړل شو.

د اوکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس له برید او په غزه کې د جګړې او د منځني ختیځ د کړکېچ له زیاتېدا وروسته د افغانستان له هسک څخه نړیوالې الوتنې مخ پر ډېرېدو دي.

د ۲۴ رادار‌فلایټ سایټ زیاته کړې، چې د اګست په دوه‌یمه اوونۍ کې د ۲۰۲۳ کال د اګست پر پرتله د افغانستان له فضا څخه د الوتنو شمېر اوه چنده ډېر شوی.

دغه بهیر وروسته له هغه زور واخیست، چې پر اسرائیلو د ایران له وروستیو توغدیزو بریدونو وروسته ډېري هوايي شرکتونه اړ شول، چې له اروپا څخه آسیا ته د ایران د هوايي حریم لاره پرېږدي.

یاد سایټ دا هم ویلي، چې د سپټمبر له ۱۹ څخه تر ۳۰ پورې هره ورځ په اوسط ډول ۱۴۷ الوتنې د افغانستان له هسک څخه تېریږي. په دې کې هغه الوتنې شمېرل شوې ندي، چې موخه یې افغانستان و. په دې حساب د افغانستان اسلامي امارت هر کال له خپل هوايي حریم څخه ۳۷ میلیون ډالره عاید ترلاسه کوي.

دا شمېر د ایران له توغندیزو بریدونو وروسته د سې شنبې پر ورځ په سلو کې ۱۷۱ الوتنو ته زیات شو او بیا د پنجشنبې پر ورځ (د تلې دولسمه) ۱۹۱ الوتنو ته ورسېد، چې دا د اسلامي امارت له واکمنۍ راپدېخوا په یوه ورځ کې د ټرانزیټي الوتنو تر ټولو لوړه کچه ده.

د سویس ایر، فین‌ایر، سنګاپور ایرلاینز، بریټش ایرویز او لوفت‌هانزا هغه هوايي شرکتونه دي، چې الوتنې یې افغانستان ته راګرځېدلې دي.

د ۲۴ رادار‌فلایټ سایټ ویاند انډیپنډنټ ورځپاڼې ته ویلي: مونږ شاهدان یوو؛ هغه الوتکې، چې معمولاً د ایران له فضا څخه تېرېدې اوس د افغانستان له هسکه کار اخلي. لکه څنګه، چې د منځني ختیځ پر هوایی ډګر ډېر محدودیتونه لګول شوي؛ نو هوایی شرکتونه اړ دي، چې د خطر ارزونې او ښه غوراوي تر منځ پرېکړه وکړي.

Trending

Exit mobile version