تازه خبرونه
د مهاجرینو د ستونزو د حل کمیسیون رامنځته شو
ارګ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه هیبةالله اخوندزاده د مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره د راستنیدونکیو په چارو کې یو کمیسیون جوړ کړی دی.
دغه راز په دې پيغام کې راغلي: د رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابينې د وزيرانو غونډه ترسره شوه، چې په کې د ګاونډ هېوادونو د افغان مهاجرينو د شته ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې شوې دي.
د ارګ د لیکنې له مخې؛ د ریاست الوزراء د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي پر مشرۍ یوې کمیتې ته دنده وسپارل شوه، چې د راستنیدونکیو چارو کمیسیون لپاره یوه بېړنۍ کړنلاره جوړه کړي.
په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې د افغان کډوالو نفوس له ۲،۹ میلیون څخه ۵،۷ میلیونو ته لوړ شوی دی.