تازه خبرونه

د میدان وردګ د پولیسو قومندان لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شو

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د میدان وردګ د امنیه قومندان الله داد فدايي دنده د دې ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د خونړۍ پېښې په تړاو ځنډول شوې او هغه یې لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلی دی.

لس ورځې مخکې د بهسود ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکیو په ولسوالۍ کې د ځانګړیو ځواکونو د اوږده  شتون له کبله اعتراضي لاریون پیل کړ؛ خو لاریون پر تاوتریخوالي واوښت او ځانګړیو ځواکونو هم پرې ډزې وکړې.

له پېښې سمدستي وروسته  کورنیو چارو وزارت څرګنده کړه، چې نامسوولو وسلوالو پر دولتي ځواکونو ډزې کړي؛ خو اوس، چې د حقیقت موندنې ماموریت موندنې عامې شوې وزارت وایي، چې لاریون کوونکي بې وسلې ول.

کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې د بهسود ولسوالۍ په پېښه کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

په پارلمان کې د د دې ولایت استازيو ويلي، چې د تلفاتو شمېر له دې ډېر و.

د میدان وردګ ولایت استازي حکومت تورنوي، چې د بهسود ولسوالۍ پېښه سیاسي کوي او غواړي، چې یوې ډدې ته یې کړي؛ خو کورنیو چارو وزارت ویلي، چې پېښه به په بشپړ ډول وڅېړل شي او عدالت به هم پلی شي.

په بهسود ولسوالۍ کې پر تاوتریخوالي د لاریون په اوښتو کې د سیمه ییز قومندان علی پور نوم هم اخیستل شوی و؛ خو اوس د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د حقیقت موندنې د ماموریت له موندنو وروسته ان د علي پور نوم هم اخیستل شوی ندی.

Trending

Exit mobile version