Connect with us

تازه خبرونه

د م.م امنیت شورا ۱۱ غړیو پر افغان ښځو د لګېدلیو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه وکړه

خپور شوی

د

د دوشنبې پر ورځ ( د کب اوومه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ډېرو غړیو له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې پر ښځو او نجونو د زده‌کړې او کار لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څرګندونو له مخې؛ د امنیت شورا له ۱۵ غړیو څخه ۱۱ هغو د اسلامي امارت له لوري پر ښځو او نجونو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې او یو ځل بیا یې په عامه، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز ژوندانه کې د دوی پر مساوي ونډې ټینګار څرګند کړ.

د اسوشیېټډ پرس د راپور له مخې؛ دغه خبرپاڼه په ملګرو ملتونو کې د ګویانا د استازې کارولین رودریګز بیرکټ له‌خوا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تړلې غونډې مخکې ولوستل شوه.

په دوحه کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس او ​​د دغه هېواد لپاره د ځانګړي استازي ټاکل د امنیت شورا په غونډه کې د بحث وړ موضوعات ول.

اسلامي امارت د دوحې په غونډه کې د خپلو غوښتنو د نه منلو له کبله ګډون ونه‌کړی او څرګندوي؛ ګډون یې یوازې هغه وخت ګټور تمامیدای شي، چې د تعامل لپاتره افغانستان د یوازني استازي په توګه وپېژندل شي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټفان دوجاریک ویلي؛ په داسې حال کې، چې اسلامي امارت د دوحې په غونډه کې ګډون نه‌دی کړی؛ خو په سیاسي او سوله‌ییزو چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې رزماري ډي کارلو په دوحه کې د اسلامي امارت له استازیو سره وکتل. ډي کارلو د دوشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې هم خبرې وکړې.

د امنیت شورا یوولس غړيو، چې د افغانستان په اړه یې وروستۍ خبرپاڼه خپره کړې؛ د اکواډور، فرانسې، ګویانا، جاپان، مالټا، سیرالئون، سلوانیا، سویلي کوریا، سویس، بریټانیا او امریکا هېوادونه دي.

دوی ټینګار کړی، چې په افغانستان کې تلپاتې سوله یوازې هغه مهال رامنځته کېدی شي، چې سیاسي بهیر ټولګډونه وي او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی وشي.

د امنیت شورا څلورو غړیو؛ روسیې، چین، موزمبیق او الجزایر دغه خبرپاڼه لاسلیک نه‌کړه.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په ځلونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق د شریعت له اصولو سره سم خوندي دي؛ اوسنی حکومت ټولګډونه دی او دا موضوع باید د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې مخه ونه‌نیسي.

تازه خبرونه

په پنجشېر کې د پارندې برښنابند تولیدي کارخونه پرانیستل شوه

هغه نن( پنجشنبې د لړم دوه‌ویشتمه)د برښنا د یادې تولیدي کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې برښنا د صنعت د ودې لپاره خورا اړینه ده او افغانستان له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې د برښنا او انرزۍ د تولید لپاره پراخې اوبیزې، بادي او لمریزې سرچینې لري.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۳, ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په پنجشېر ولایت کې د پارندې برښنابند د تولیدي کارخونې پرانیسته وکړه.

هغه نن( پنجشنبې د لړم دوه‌ویشتمه)د برښنا د یادې تولیدي کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې برښنا د صنعت د ودې لپاره خورا اړینه ده او افغانستان له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې د برښنا او انرزۍ د تولید لپاره پراخې اوبیزې، بادي او لمریزې سرچینې لري.

هغه ټینګار کړی؛ د اسلامي امارت اړین لومړیتوب د انرژۍ په برخه کې پرځان‌بسیاینه ده، چې له پلي کېدا سره یې هېواد کولی شي د لوړ کیفیت لرونکي توکو د واردولو پر ځای بهر ته خپل تولیدي توکي صادر او د پانګې د جذبولو لپاره زمینه برابره کړي.

ملا برادر وایي: “د افغانستان اسلامي امارت اراده لري، چې هېواد د صنعت، کرنې، ټرانسپورټ، سوداګرۍ او د ژوند په هره برخه کې پرځان‌بسیا کړي. دا شعار نه، بلکې یو عملي پروګرام دی.”

نوموړي له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې په هېواد کې دننه د صنعت او برښنا په تولیدي سکټور کې پانګونه وکړي او دا ډاډ څرګندوي، چې اسلامي امارت به پانګوالو ته ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

د پارندې د برښنابند تولیدي کارخونه د ۴ میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري او تمه ده، چې د پنجشېر د اوسېدونکو د برښنا اړتیاوو لویه برخه پوره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان په پاکستان کې د روان جنګ پر ضد د پاکستان د فتوا غوښتنه رد کړه

رحمت الله نجیب زیاته کړې؛ منځګړو هم له دې غوښتنې ملاتړ وکړ، ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له حساسیتونو پوره خبر نه‌ول.

Published

on

نن( چارشنبه د لړم یوویشتمه ) په یوه خبري کنفرانس کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال او له پاکستان سره د مذاکره کوونکي پلاوي غړي رحمت الله نجیب ویلي، چې د مذاکراتو په بهیر کې پاکستاني پلاوي له افغان پلاوي وغوښتل؛ یوه داسې فتوا صادره کړي، چې په پاکستان کې روان جنګ پرې غیر عادلانه اعلان شي.

رحمت الله نجیب زیاته کړې؛ منځګړو هم له دې غوښتنې ملاتړ وکړ، ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له حساسیتونو پوره خبر نه‌ول.

هغه دا هم څرګنده کړه: افغان پلاوي په پیل کې دا ومنله، چې فتوا صادرېدی شي؛ خو ټینګار یې وکړ، چې د داسې حکم صادرول د دارالافتاء دنده ده او د دې ادارې هره پرېکړه باید د اسلامي شریعت پر بنسټ وي، نه د شخصي غوښتنو یا بهرنیو فشارونو پر بنسټ.

د رحمت الله نجیب د څرګندونو له مخې؛ ممکن دا وضاحت پاکستاني لوري ته د منلو وړ نه‌وي؛ خو همدا توپیرونه د دې لامل شول، چې مذاکرات پرته له پایلو پای ته ورسیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د څارویو وبا له ۲۱ میلیون ډېر پسونه او وزې وګواښل

 دې ادارې ویلي، چې د څارویو طاعون (PPR) یوه ډېره ساري او چټکه لېږدېدونکې ناروغي ده.

Published

on

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (ایف ای او) خبرداری ورکړی، چې د څارویو وبا ناروغۍ (PPR) په افغانستان کې له ۲۱ میلیون ډېر پسونه او وزې ګواښلي دي.

 دې ادارې ویلي، چې د څارویو طاعون (PPR) یوه ډېره ساري او چټکه لېږدېدونکې ناروغي ده.

دې ادارې زیاته کړې؛ د آسیا پراختیایي بانک او بریټانیا د افغانستان د څارویو په ژغورنه کې مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ له دې واکسینو موخه د ناروغۍ د خپرېدنې مخنیوی دی. له ۱۹۹۶ کال راپدېخوا، چې په افغانستان کې د څارویو د وبا ګواښ ته پام راوښتی دی. دا ناروغي اوس هم مالدارۍ ته یو جدي ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، د کابو کولو تدابیر یې د خپرېدو مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې(ایف ای او) په راپور کې راغلي:« د څارویو واکسین پیل په افغانستان کې د خوړو، سوداګرۍ او ژوند د پايښت لپاره هڅې خوندي ساتي؛ د وزو او پسونو وبا تر ډېره د افغانستان په شمال او ختیځو ولایتونو کې مالداران ځپلي دي.»

د هېواد یو شمېر مالدارانو ويلي، چې په روستیو دوه کلنو کې مالدارن له ګڼو روغتیا يي ستونزو سره مخ کړي  او په لسګونو لوی او کوچني څار وي يي د ناڅرګندو نارغیو له کبله مردار کړي دي.

د دوی د څرګندونو له مخې، د دې نارغیو د مخنیوي لپاره د څارویو روغتیایي مرکز اوسهم شتون نلري.

د اقتصادي چارو کار پوهانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې خپور کړی راپور د اندېښنې  وړ بولي او وایي، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت باید په هېواد کې د مالدارۍ د پراختیا او مصونیت لپاره د څارویو روغتیايي مراکزونو ته پراختیا ورکړي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د څړځایونو له کمېدا او وچکالۍ سره د مالدارۍ وده او پالنه ټکنۍ شوې، چې د ډېرو افغانانو پر ژوند یې ناوړه اغېز کړی دی.

ویل کیږي، چې دا مهال په کلیوالي سیمو کې شاوخوا ۶۸ سلنه خلک مالداران دي مالداري دي او همدا یې د ژوندانه لپاره د ګټې وټې یوازنۍ لار ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!