تازه خبرونه
د م.م امنیت شورا ۱۱ غړیو پر افغان ښځو د لګېدلیو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه وکړه
د دوشنبې پر ورځ ( د کب اوومه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ډېرو غړیو له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې پر ښځو او نجونو د زدهکړې او کار لګېدلي بندیزونه لرې کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څرګندونو له مخې؛ د امنیت شورا له ۱۵ غړیو څخه ۱۱ هغو د اسلامي امارت له لوري پر ښځو او نجونو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې او یو ځل بیا یې په عامه، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز ژوندانه کې د دوی پر مساوي ونډې ټینګار څرګند کړ.
د اسوشیېټډ پرس د راپور له مخې؛ دغه خبرپاڼه په ملګرو ملتونو کې د ګویانا د استازې کارولین رودریګز بیرکټ لهخوا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تړلې غونډې مخکې ولوستل شوه.
په دوحه کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس او د دغه هېواد لپاره د ځانګړي استازي ټاکل د امنیت شورا په غونډه کې د بحث وړ موضوعات ول.
اسلامي امارت د دوحې په غونډه کې د خپلو غوښتنو د نه منلو له کبله ګډون ونهکړی او څرګندوي؛ ګډون یې یوازې هغه وخت ګټور تمامیدای شي، چې د تعامل لپاتره افغانستان د یوازني استازي په توګه وپېژندل شي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټفان دوجاریک ویلي؛ په داسې حال کې، چې اسلامي امارت د دوحې په غونډه کې ګډون نهدی کړی؛ خو په سیاسي او سولهییزو چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې رزماري ډي کارلو په دوحه کې د اسلامي امارت له استازیو سره وکتل. ډي کارلو د دوشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې هم خبرې وکړې.
د امنیت شورا یوولس غړيو، چې د افغانستان په اړه یې وروستۍ خبرپاڼه خپره کړې؛ د اکواډور، فرانسې، ګویانا، جاپان، مالټا، سیرالئون، سلوانیا، سویلي کوریا، سویس، بریټانیا او امریکا هېوادونه دي.
دوی ټینګار کړی، چې په افغانستان کې تلپاتې سوله یوازې هغه مهال رامنځته کېدی شي، چې سیاسي بهیر ټولګډونه وي او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی وشي.
د امنیت شورا څلورو غړیو؛ روسیې، چین، موزمبیق او الجزایر دغه خبرپاڼه لاسلیک نهکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په ځلونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق د شریعت له اصولو سره سم خوندي دي؛ اوسنی حکومت ټولګډونه دی او دا موضوع باید د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې مخه ونهنیسي.