تازه خبرونه

د م.م د کنوانسیونونو له مخې مونږ د مهاجرینو د حقونو پر ساتنه مکلف یوو – عایشه ملک

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۱, ۱۴۰۲)

د پاکستان د سترې محکمې لومړنۍ ښځینه غړې عایشه ملک د جمعې پر ورځ ویلي، چې د ملګرو ملتونو د کنوانسیونونو له مخې پاکستان اړ دی، چې د مهاجرینو د حقونو ساتنه وکړي.

د پاکستان په ستره محکمه کې لومړنۍ ښځینه قاضي عایشه ملک دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د سترې محکمې درې کسيز پلاوي د افغان کډوالو د ایستلو او اخراج پر وړاندې د يو غوښتنلیک( عريضې) د اورېدو لپاره غونډه جوړه کړه.

د سترې محکمې دغې غړې ويلي؛ د مهاجرينو ایستل او شړل يوه پېچلې موضوع ده، چې د اساسي قانون تفسير ته اړتيا لري او بايد د دې موضوع د پوره څېړنې لپاره يو لوی پلاوی جوړ شي.

سترې محکمې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ګډون یو شمېر ادارو ته د مهاجرینو د ایستلو او شړلو پر وړاندې د دې غوښتنلیک په اړه خبرتیا هم استولې ده.

په پاکستان کې د سناتورانو او د بشري حقونو د فعالانو په ګډون یو شمېر خلکو هم له سترې محکمې غوښتي، چې د افغانانو د نیولو، ځورولو او جبري اخراج او سپکاوي مخه ونیسي.

د پاکستان پخواني سناتور فرحت‌الله بابر ویلي: د پاکستان حکومت له افغانانو سره ناانساني چلند کوي.

هغه دا هم ویلي، چې د اساسي قانون له مخې؛ د پاکستان اوسنی لنډمهالی حکومت د سیاسي مسایلو په اړه د وروستۍ پرېکړې واک نه‌لري.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت له‌خوا د ناقانونه کډوالو د نیولو، ځورولو او شړلو له اعلان وروسته څه باندې څلور سوه زره افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته جبري راستانه شوي دي.

Trending

Exit mobile version