نړۍ
د م.م عمومي منشي له پوتین او زیلینسکي سره د خبرو ډاډ څرګند کړ
د م.م سرمنشي انتونیو ګوترش به روانه اوونۍ مسکو ته ولاړ شي او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او بیا به راتلونکې اوونۍ اوکراین ته سفر وکړي او د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له هرکلي سره به مخ شي.
د نوموړي مرستیال اري کانکو د جمعې پر ورځ په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل، ګوترش به د اپریل پر ۲۵ مسکو ته ولاړ شي او له پوتین سره به وګوري او د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره به کاري ناسته او د غرمنۍ ولري.
اري کانکو زیاتوي: هغه هیله من دی، چې په اوکراین کې د سولې د راوستلو لپاره به پر اړینو لارو چارو خبرې وکړي.
د ملګرو ملتونو د رسنیو دفتر په ډاګه کړې؛ هغه به د اپریل پر اته ویشتمه له زیلینسکي، د بهرنیو چارو له وزیر ډیمیټرو کولیبا او د ملګرو ملتونو د ادارو له کارکوونکیو سره هم وګوري او د بشري مرستو د هڅو د زیاتولو په اړه به ورسره خبرې وکړي.
ګوترش په ملګرو ملتونو کې د دواړو هېوادونو دایمي اړوند ماموریتونو ته په بېلابېلو لیکونو کې له مشرانو سره د لیدو غوښتنه کړې وه.
ګوټریس د اوکراین په جګړه کې د څلور ورځني بشري اوربند غوښتنه وکړه، چې د جګړې له سیمو څخه خوندي سیمو ته د ملکي خلکو تګ او د بشري مرستو رسولو زمینه برابره شي.
د ملګرو ملتونو ویاند زیاته کړې، ګوتریس به مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې دغه خبرې اترې نورې هم پراخې کړي.
پر اوکراین د مسکو برید، له ۱۹۴۵ زېږدیز کال راپدیخوا پر یوه اروپايي هېواد تر ټولو لوی برید دی، چې زرګونه کسان یې وژل شوي او ټپیان دي.
ګوټرش ویلي، چې تر دې دمه په اوکراین کې له ۱۲ میلیون ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
د اوکراین د بې وسلې کولو لپاره د روسیې د ځانګړیو عملیاتو له پیل راپدیخوا روسیې ګنشمېر ښارونه بمبارډ کړي، چې د اوکرایني مشرانو د څرګندونو له مخې؛ د روسي ځواکونو لخوا په هغو ښارونو کې، چې ترې وتلي د سلګونه ملکي وګړیو مړي موندل شوي؛ خو د روسيې مشرانو د ملکي وګړیو پر نښه کول ردو کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې لویديځ هېوادونه او اوکراين پوتين پر بې بنسټه يرغل کې تورونوي او پرې هر اړخیز بندیزونه لګول شوي دي.
