تازه خبرونه
د م.م په عمومي غونډه کې د اسلامي امارت د استازي نهشتون د یو ملت له پامه غورځول دي
په دې څو ورځنۍ غونډه کې د اسلامي امارت استازو ته بلنه ورکړشوې نده؛ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت د استازو نهبلل د خلکو له حقونو څخه سرغړونه بولي.
د ملګرو ملتونو د نههاویایمې سرمشریزې ته د اسلامي امارت له نهبلنې وروسته د بهرنیو چارو وزارت په دې غونډه کې د اسلامي امارت د استازي نهشتون د افغانستان د خلکو له مشروع حقونو څخه تېری او د دې ټولنې غفلت بولي.
د ملګرو ملتونو نههاویایمه سرمشریزه، چې نن پیل شوه؛ پرته د اسلامي امارت له استازي د ۱۹۳ هېوادونو استازو په کې ګډون او وینا کوي.
په دې څو ورځنۍ غونډه کې د اسلامي امارت استازو ته بلنه ورکړشوې نده؛ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت د استازو نهبلل د خلکو له حقونو څخه سرغړونه بولي.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل ويلي، چې د افغانستان واقعيتونو ته پر کتو بايد د افغانستان په اړه مثبتې پرېکړې وشي.
په ملګرو ملتونو ټولنه کې د افغانستان د دایمي څوکۍ چارسمبالي ګډون کړی دی. که څه هم تراوسه معلومه نده، چې ده ته به د وینا اجازه ورکړ شي او کنه؟
د افغانستان اسلامي امارت سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه معرفي کړی؛ خو ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ د اسلامي امارت استازي ته نده سپارلې، ځکه سهیل شاهین نشي کولی په ملګرو ملتونو کې خپله دنده پیل کړي.
د ملګرو ملتونو سرمشریزه به نهه ورځې روانه وي؛ په دې غونډه کې به ګډونوال د غزې، اوکراین، لبنان او په ټوله کې د منځني ختیځ پر روانو حالاتو راوڅرخیږي او د افغانستان په اړه به هم د دې سرمشریزې په څنډه کې خبرې ترسره شي.
