تازه خبرونه

د ناتو ۱۲۰۰۰ سرتېري شرایطو ته په کتو کمیږي – ستولتنبرګ

Published

on

Last Updated on: لړم ۱, ۱۳۹۹

د ناتوعمومي منشي ینس ستولتنبرګ ویلي، چې  دا اتحادیه اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ سرتېري لري، چې نور بدلونونه یې له شرایطو تړاو لري.

ینس ستولتنبرګ د ناتو د دفاع وزیرانو له ناستې مخکې، چې سبا د پنجشنبې پر ورځ پیلیږي؛ ویلي، چې په افغانستان کې د ناتو ماموریت به د دغې ناستې یوه موضوع وي.

هغه څرګنده کړې، چې د ناتو دفاع وزیران به د جمعې پر ورځ په افغانستان کې د دغې ټولنې پر روزنیز ماموریت راوڅرخیږي.

هغه زیاته کړې: “طالبان باید پخپلو ژمنو عمل وکړي، د پام وړ تاوتریخوالی راکم او د اوربند لپاره لار اواره کړي.

هغه دا هم څرګنده کړې؛ دوی باید له القاعده او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او په ښه نیت خبرې وکړي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د دوحې خبرې د یوه نسل لپاره د سولې ترټولو ښه فرصت دی؛ دوی باید د م یرمنو د لاسته راوړنو په ګډون د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنې، چې په لوی لګښت ترسره شوي

خوندي او وساتي.

Trending

Exit mobile version