تازه خبرونه
د ناروې کډوالو شورا په افغانستان کې خپل یو شمېر فعالیتونه ځنډوي
دغه بشري بنسټ، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د خپلې بودجې شاوخوا ۲۰ سلنه (۱۵۰ میلیون ډالر) له امریکا څخه ترلاسه کول ویلي؛ اړ شوې، چې خپل کارمندان له افغانستان او نورو هېوادونو څخه وباسي.
د ناروې د کډوالو شورا د دوشنبې پر ورځ (د سلواغې پر دوهویشتمه) اعلان کړی، چې د امریکا لخوا د بهرنیو مرستو له ځنډولو وروسته دا بشري بنسټ اړ شوی، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په شاوخوا ۲۰ هېوادونو کې خپل یو شمېر بشري فعالیتونه وځنډوي.
دغه بشري بنسټ، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د خپلې بودجې شاوخوا ۲۰ سلنه (۱۵۰ میلیون ډالر) له امریکا څخه ترلاسه کول ویلي؛ اړ شوې، چې خپل کارمندان له افغانستان او نورو هېوادونو څخه وباسي.
د ناروې د کډوالو شورا په خبرپانه کې راغلي: ” زمونږ په ۷۹ کلن تاریخ کې هیڅکله د کوم مرستندویه هېواد، بین الحکومتي ټولنو یا خصوصي تمویلوونکي لخوا د مرستو د تمویل دومره ناڅاپي بندېدا تجربه کړې نده.”
د مرستو دې بنسټ خبرداری ورکړی، چې په ټوله نړۍ کې له بحرانونو څخه اغېزمنو خلکو لپاره د مرستو ځنډول به په زیاتېدونکې توګه جدي وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کار په لومړیو ورځو کې بهرنۍ پراختیایي مرستې د ۹۰ ورځو لپاره د د ځنډولو امر وکړ. دا پرېکړه د دې مرستې د اغېزمنتوب او د هغه د حکومت له بهرنیو پالیسیو سره د هغې د همغږۍ د بیاکتنې لپاره وشوه.
که څه هم د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې ځینې مهمې پروژې به له دې محدودیت څخه معاف وي؛ خو د ناروې د کډوالو شورا ویلي، چې تر اوسه یې له دې ډول معافیت څخه ګټه نده پورته کړې.
د ناروې د کډوالو شورا د خبرپاڼې له مخې: “مونږ اوسمهال د امریکا له حکومت سره په میلیونونو ډالر غوښتنلیکونه لرو، چې بند پاتې دي. د فبرورۍ په پای کې له بېړني حل پرته مونږ به اړ شو، چې د متحده ایالاتو لخوا تمویل شوي ټول ژوند ژغورونکي بشري پروګرامونه وځنډوو.”
د تېرې میاشتې په وروستیو کې افغانستان ته د دې بنسټ د مشر له سفر وروسته د ناروې د کډوالو شورا په افغانستان کې د بشري بحران د حل لپاره د نړیوالو مرستو کمښت ته په نغوته( اشاره ) کې وویل، چې افغانان د اسلامي امارت د روانې واکمنۍ په وخت کې له ټولو بد بشري بحران سره مخ دي.
له بلې خوا اقتصاد وزارت ويلي، چې بشري مرستې مهمې دي او له ټولو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو څخه غواړي، چې د سیاسي مسلو په پام کې نیولو پرته بشري مرستې روانې وساتي.
د ناروې د کډوالو اداره وايي، چې په افغانستان کې له ۲۲ میلیون څخه ډېر خلک دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري.
د امریکا د بهرنیو مرستو له ځنډولو وروسته په افغانستان کې د ګڼشمېر مرستندویه بنسټونو هڅې ځنډول شوې دي.