تازه خبرونه

د نجونو د زده‌کړو په اړه د عالمانو څېړنې روانې دي – ندا محمد ندیم

د د ندا محمد ندیم د څرګندونو له مخې؛ که څوک د حنفي فقې په رڼا کې اسناد او دلايل ولري، وزارت ته دې مراجعه وکړي، چې ورسره خبرې وشي.

Published

on

د لوړو زده‌کړو وزارت چارسمبالي ویلي، چې د نجونو د زده‌کړو په اړه د دیني عالمانو څېړنې روانې دي او له بشپړېدو وروسته به اعلان شي، چې د پوهنتونونو دروازې به د نجونو پر مخ پرانیستل شي او که تړلې پاتې شي.

د تېر کال د لاسته راوړنو د بیانولو په لړ کې دا ځل د لوړو زده‌کړو وزارت چارواکي د خپلو کړنو راپور وړاندې کړ.

ندا محمد ندیم زیاته کړې؛ دا یوه حساسه مسله ده او په څو اوونیو یا میاشتو کې حل کېدی نشي؛ نو، ځکه ویلی نشم، چې پوهنتونونه به کله د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

نوموړی په دې اړه د اسلامي امارت پرېکړه عادلانه بولي او وايي، چې د اسلامي امارت رهبر په خپلو فرمانونو کې اسلامي شریعت او د افغانانو کلتور په نظر کې نیسي.

د لوړو زده کړو وزارت چارسمبالی وايي: د دې موضوع په اړه د عالمانو څېړنې روانې دي او که نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړ شي؛ پوهنتونونه به د نجونو پر مخ پرانېستل شي، خو که اجازه ور نه کړي پر مخ به یې دروزاې تړلي وي.

د د ندا محمد ندیم د څرګندونو له مخې؛ که څوک د حنفي فقې په رڼا کې اسناد او دلايل ولري، وزارت ته دې مراجعه وکړي، چې ورسره خبرې وشي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رییس سردار ولي صالحي ويلي: په تېر کال کې ۱۳۱ درسي نصابونه څېړل شوي او د تصویب لپاره اړوند ادارو ته استول شوي دي.دغه راز په تېر کال کې د لیسانس ۸۹، د دوکتورا ۱۱ او د ماسټرۍ ۲۶ پروګرامونه عملي شوي او ۱۳ پوهنځي جوړ شوي دي.

ویل کیږي، چې تېر کال د هېواد له پوهنتونونو څه باندې ۵۱زره زده‌کړیالان فارغ شوي او دا مهال شاوخوا ۱۹۰زره کسان د دولتي پوهنتونونو په بېلابېلو څانګو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

Trending

Exit mobile version